محمد مرسي نن بيا په قاهره کې محاکمه کېږي

د انځور حقوق AP
Image caption دا دريم ځل دی چې ښاغلی مرسي محاکمې ته وړاندې کېږي

د مصر مخکنی ولسمشر محمد مرسي نن بیا په قاهرې کې محاکمه کېږي. دی به د جاسوسۍ او د ترهګریزو توطیو د تورونو په وړاندې ځواب ووايي.

ښاغلی مرسي په تېر جون میاشت کې له واکه وپرځول شو او اوس له دریو قانوني قضیو سره مخ دی.

محکمې ښاغلی مرسي او د اخوان المسلمین ۳۵ نور غړي تورن کړي چې د مصر پر خاورې د بریدونو په برخه کې یې له بهرنیو ځواکونو سره مرسته کړې ده.

په هغې ډلې کې د فلسطین حماس غورځنګ، د لبنان حزب الله ډله او د ایران انقلابي ګارد شامل دي.

که ښاغلی مرسي په دغو پېښو کې ښکېل وبلل شي او تورونه يې سم راوخېژي، نو د مرګ له سزا سره مخامخ کیدای شي.

حکومت اخوان المسلمين ترهګره ډله اعلان کړې او ويلي يې دي له هر هغه چا سره به قانوني چلند وکړي چې د دغه ګوند ملاتړ وکړي.

له هغې راهيسې چې ولسمشر مرسي له واکه لرې شوی د شخړو په پايله کې لږترلږه ۱۰۰۰ کسه وژل شوي او زرګونه نور نيول شوي دي.

ټاکل شوې د پوځ اوسنی مشر عبدالفتاح السيسي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې ځان کانديد کړي.

محمد مرسي وروسته له هغه له واکه لرې شو، چې تېر کال يې پر ضد يو شمېر کسانو په پراخو لاريونونو لاس پورې کړ.

په لومړي ځل هغه مهال چې ښاغلی مرسي محاکمې ته حاضر شو، ويې ويل چې دی لا هم د مصر ولسمشر دی.

ورته مطالب