پاکستان کې پر ريل ګاډي چاودنې ۵ کسه وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption چارواکي وېره ښيي چې ښايي د تلفاتو شمېره وخېژي

د پاکستان په سندهـ ايالت کې د ريل ګاډي پر پټلۍ د چاودنې په پايله کې لږترلږه پنځه کسه وژل شوي او له ۳۰ زيات نور ټپيان دي.

دغه پېښه په جېکب اباد ولسوالۍ شوې او د خوشحال خان ايکسپرس ريل ګاډي پنځو ډبو ته يې دروند زيان اړولی دی.

چارواکي وايي داسې وېره ده چې ښايي د تلفاتو شمېره وخېژي.

د بي بي سي يو خبريال وايي دغه پېښه د دوشنبې په ورځ نژدې يوه بجه د جېکب اباد ولسوالۍ د ټهل په علاقه دارۍ کې شوې ده.

دی وايي چاودنه هغه مهال وشوه چې له پېښوره کراچۍ ته روان خوشحال خان ایکسپرس د آنړ اباد د ريل ګاډي له تمځي نه تېرېده.

له پېښې وروسته سيمې ته تر ټولو لومړی ځايي کليوال ورسېدل او له ژوبل شويو کسانو سره يې مرستې ته ورودانګل.

په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې د ټهل ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په دويم ځل

دا دويم وار دی چې پر خوشحال خان اېکسپرس بريدونه کېږي.

تېر کال هم په جېګب اباد کې د خوشحال خان ايکسپرس پر ريل ګاډي بريد شوی و، چې په پايله کې يې دوه کسه وژل شوي او زيات نور ټپيان وو.

ريل ګاډي د چارو وزير خواجه سعد رفيق له خبريالانو سره د خبرو پر مهال په پېښه کې د پنځو کسانو وژل کېدل تاييد کړل.

ده وويل چې د وژل شويو خپلوانو ته پنځه، پنځه سوه زره او ټپيانو ته سل سل زره پاکستانۍ روپۍ ورکول کېږي.

په پاکستان کې د سږکال له پيله په ريل ګاډو بريدونه کېږي.

ورته مطالب