'د سوريې د سولې بهير حکومت ناکامه کړی'

Image caption د شنبې پر ورځ خبرې په ټپه ودرېدې او ښاغلي براهيمي له سوري وګړو بښنه وغوښته

برتانيا او فرانسه په جنيوا کې د سوري کړکېچ د هواري په برخه کې د سولې خبرو ناکامېدو پړه د بشار الاسد پر حکومت اچوولې ده.

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ د سولې ناکامېدو ته په اشارې سره وويل ''د دې بشپړ مسووليت د بشار الاسد پر حکومت دی''.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لوران فابیوس د سوريې پر حکومت تور ولګاوه، چې ''حکومت په خبرو کې خنډ راوستی''.

د سوريې لپاره د ملګرو ملتو او عرب ليګ ځانګړي استازي لخضر براهيمي په سويس کې د سولې خبرو د ناکامېدو په اړه له سوري وګړو بښنه غوښتې ده.

د سوريې د ولسمشر بشار الاسد او د ياغيانو د مرکچيانو ترمنځ په جنيوا کې د دويم پړاو خبرې د شنبې پر ورځ پای ته ورسېدې.

د دغو په ټپه ولاړو خبرو د روانېدو په موخه د ښاغلي براهيمي وروستۍ هڅې هم ناکامې شوې.

د شنبې ورځې خبرې یوازې ۲۷ دقيقې وغځېدې، لخضر براهيمي د خبرو له بهيره بهر ووت او ويې ويل، چې له سوري وګړو بښنه غواړي او خبرو پایله نه لرله.

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ ویلي دا روښانه ده چې د سوريې حکومت د انتقالي حکومت د جوړېدو سره مخالف دی او په خبره يې دا په خبرو کې بنسټيز ټکی دی.

ده وويل: ''پر موږ د سوريې د خلکو حق دی چې د دغه سياسي کړکېچ د حل کولو لپاره هر څه کولای شي بايد ويې وکړو. د دهمدې لپاره موږ د لخضر براهیمي او په جنيوا کې د سولې بهير نه بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړی''.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لوران فابيوس ويلي: ''سوري حکومت د انتقالي حکومت د جوړېدو پر وړاندې خنډ دی''.

د سوريې د سولې خبرو د ناکامېدو په اړه تر اوسه د امريکا او روسيې له لوري په رسمي ډول غبرګون نه دی ښوول شوی.

دواړه په جنيوا کې د سولې خبرو ملاتړ کوي، خو دواړه په سوريه کې د سيالو ډلو ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتو استازی لخضر براهيمي وايي: ''دا چې د سوريې حکومت د انتقالي حکومت پر جوړېدو خبرې نه غواړي دا د اپوزيسيون د اندېښنې لا پسې پياوړې کوي''.

د شنبې پر ورځ د امريکا ولسمشر بارک اوباما پر ولسمشر اسد د زيات فشار اچولو په تړاو څرګندونې کړي، خو په څرګنده يې نه دي ویلي، چې څه ډول اقدامات به کوي.

ورته مطالب