"سوريه کې روزل شوي جنگيالي برتانيا ته گواښ دي"

د انځور حقوق Getty
Image caption سوريه کې روزل شويو جنگياليو له لوري، برتانيا ته د ترهگرۍ پېښ شوى گواښ امنيتي ادارو او پوليسو لپاره يوه لويه ستونزه ده

د برتانيا يو لوړ پوړی چارواکی وايي سوريه کې روزل شويو جنگياليو له لوري، دغه هېواد ته د ترهگرۍ پېښ شوى گواښ امنيتي ادارو او پوليسو لپاره يوه لويه ستونزه ده.

د پولو د کنټرول په برخه کې، د کورنيو چارو د وزارت مرستيال جېمز بروکنشاېر بي بي سي ته وويل "په زياتېدونکي توگه، د دوى د سرچينو پام وړ کچه همدې موضوع ته ځانگړې شوې"

نوموړي وويل د سوريې او برتانيا ترمنځ د سفرونو څار سمه کړنه ده.

د سنډې ټايمز د يوۀ رپوټ پر بنسټ امنيتي ادارې له سوريې سره تړلي ٢٥٠ برتانيا مېشتي جهاديان له نژدې څاري.

چارواکي اندېښمن دي چې دغه وگړي ښايي تندلاري او پوځي شوي، او د هغو کسانو له لوري چې په سوريه کې يې ويني دې ته وهڅول شي چې د سوريې له رژيمه خپل پام لوېديځ ته واړوي، او دلته بريدونه وکړي.

په ٢٠١١ م کال کې، د سوريې د جگړې له پيل راهيسې له گڼو هېوادونو څخه اورپکو دغه هېواد ته مخه کړې.

تېره اوونۍ په يوې خپرې شوې ويډيو کې يو برتانيوى وگړى ښوول کېده چې فکر کېږي په حلب ښار کې به يې ځانمرگى بريد کړى وي.

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي براهیمي د سوریې له خلکو بښنه وغوښته

ښاغلی برکنشاير وايي دغه امنيتي ستونزه به په راتلونکې کې د اوږدۀ مهال لپاره شتون ولري.

د برتانيوي چارواکو دا اندېښنې وروسته له هغه مخې ته راغلې چې د تېره ورځ په جينيوا کې د سولې خبرې له کوم پرمختګ پرته پائ ته ورسېدې.

سوريې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي لخضر ابراهيمي وویل د خبرو د پائ ته رسېدو اصلي لامل دا و چې حکومتي استازو د انتقالي حکومت په اړه له خبرو کولو ډډه کوله.

له جینوا نه د بي بي سي خبریاله ایموجن فوکس په خپل رپوټ کې وايي د سولې د خبرو د دویم پړاو وروستیو خبرو ۲۷ دقیقې دوام وکړ چې ترې وروسته ښاغلی براهیمي د خبریالانو پر وړاندې په داسې حال کې څرګند شو چې ستړی ښکارېدۀ.

ښاغلي براهیمي له خبریالانو سره په خبرو کې د سوریې له خلکو بښنه وغوښته او زیاته یې کړه چې د سولې له دې خبرو ډېر څه ترلاسه نه شول.

ورته مطالب