"مننه"، د ګرځنده تیلېفون تر ټولو ډېر لیکل شوی پیغام

د انځور حقوق
Image caption SwiftKey د ځیرک تیلېفونونو او د کوچنیو لپ ټاپ کمپیوټرونو پروګرامونو کې هغه توري ساتي، چې کاروونکي یې ډېر کاروي او د بیا لیکلو پرمهال یې د لومړیو دوو تورو تر لیکلو وروسته په اتومات ډول راڅرګندېږي.

یوې نوې څېړنې ښوولې، چې د نړۍ په ګوټ- ګوټ کې د ګرځنده تیلېفونونو کاروونکو له خوا د انګلیسي‎ ژبې مننه Than you توری ډېر لیکل شوی دی.

خو ترڅنګ یې د "له تاسره مینه کوم" توری هم کم نه دی.

د SwiftKey لیکتختنې کاروونکو د راغونډو شویو معلوماتو پربنسټ، د "Thanks مننه" توری تر ډېره په لنډو لیکل شویو پیغامونو کې کارول شوی دی.

څېړنه وايي، چې دغه توری تر ډېره په ځیرک تیلېفونونو کې زیات کارول شوی او لیکل شوی دی.

د څېړنې پایلې ښيي، چې د ډېرو کارول شویو تورو په کتار کې Thank you لومړی مقام او د درو تورو ډېرې کارونې کې بیا I Love You توري ډېر کارول شوي.

خو وايي د څلورو کلمو په کتار کې بیا څه فکر کوې؟ ډېر کارېدلی دی.

د ویلو ده چې SwiftKey پروګرام د ځیرک تیلېفون تر ټولو ډېر کارول شوی پروګرام دی، چې د نړۍ په ګوټ- ګوټ کې تر ۱۰۰ میلیون ډېرو ځیرک تیلېفونونو کې کارېدلی.

SwiftKey د ځیرک تیلېفونونو او د کوچنیو لپ ټاپ کمپیوټرونو پروګرامونو کې هغه توري ساتي، چې کاروونکي یې ډېر کاروي او د بیا لیکلو پرمهال یې د لومړیو دوو تورو تر لیکلو وروسته په اتومات ډول راڅرګندېږي.

ورته مطالب