وینزویلا امریکايي دیپلوماتان شړي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption وینزویلي وګړو د بیو لوړوالي پرضد لاریون کړی دی.

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو درې امریکايي دیپلوماتان د حکومت ضد بلواوو کې په لاس لرلو تورن کړي او له خپلې خاورې یې د هغوی د ایستلو امر کړی.

پر دوی دا تور هم دی، چې د دیموکراتیک نظام څپ څپانده کولو په هدف یې د وینزویلا پوهنتونونو کې هم مداخله کړې ده.

وینزویلا یوه اونۍ مخکې د دولت ضد اعتراضونو شاهده وه، چې د تېرې چارشنبې ورځې شخړو کې لږترلږه درې کسان ووژل شول، چې یو یې د حکومت پلوي او یو د کاراکاس پوهنتون محصل و.

نیکولاس مادورو امر کړی، چې تورن امریکايي دیپلومان باید ژر له وینزویلا ووځي.

نوموړی وايي، تورنو د پوهنتون په پلمه پوهنتونونو کې نفوذ کړی، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې تر څارنې لاندې وو.

ښاغلي مادورو امریکا تورنه کړه، چې د وینزویلا له مخالفانو سره د همکارۍ له لارې هڅه کوي اوسنی حکومت وپرځوي.

خو د امریکا حکومت دغه تورونه رد کړي دي.

مادورو ګواښ وکړ، چې د هېواد او ملي واکمنۍ پروړاندې به هېڅ راز سرغړونه ونه زغمي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption نیکولاس مادورو امر کړی، چې تورن امریکايي دیپلومان باید ژر له وینزویلا ووځي.

خو لیو پالدو لوپېز چې دا مهال په یوه نامالوم ځای کې دی، په یوه وېډیو کې ویلي، چې د هغه د نیول کېدو پر حکم سربېره به د راتلونکې سې شنبې ورځې د کاراکاس لاریون لارښوونه وکړي.

نوموړی په وروستي ځل د تېرې چارشنبې په ورځ لیدل شوی دی.

لوپېز د نیکولاس مادورو حکومت په جنایتونو او جرمونو تورنوي.

خو د مادورو حکومت بیا پر مخالفانو تور پرې کوي، چې ګني د حکومت ضد کودتا هوډ لري.

وینزویلا د نړۍ هغو هېوادونو په سر کې راځي، چې ډېر قتلونه په کې کېږي.

ورته مطالب