ایران د پاکستان د ننه 'عملیاتو ګواښ' کړی

د انځور حقوق
Image caption د جيش العدل سني ډلې ويلي چې د دغو ايراني سرتيرو د برمته کېدو ترشا ده.

ايران پاکستان ته خبردارى ورکړى که د هغو ايراني پوله ساتو د ازادولو لپاره، چې لس ورځې وړاندې يرغمل شوي، اقدام ونه کړي نو د هغه هېواد ته خپل وسله وال ځواکونه ور ولېږي.

فکر کېږي چې دغه پوله ساتي د ايران په سيستان بلوچستان سيمه کې له نيول کېدو وروسته، پر پولې د پاکستان خاورې ته ور اړول شوي دي.

د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي له اسلام اباد نه وغوښتل چې له دغې قضيې سره پياوړى او جدي چلند وکړي، که نه نو دوى خپله به په دې لړ کې گام پورته کړي.

د 'جيش العدل' سني ډلې ويلي چې د دغو ايراني سرتيرو د برمته کېدو ترشا ده.

دې ډلې يو شمېر عکسونه پر انټرنېټ خپاره کړي چې وايي د برمته شويو پوله ساتو دي.

په تصويرونو کې ليدل کېږي چې د سرتېرو لاسونه او پښې تړلي دي، دوى په يوۀ نامالومه ځاى کې ساتل کېږي.

د 'العربية' پر ټلويزيون په خپرې شوې ويډيو کې يو کس چې ويل کېږي د برمته شويو سرتېرو يو دى وايي، دوى روغ او خوندي. دا کس زياتوي چې جيش العدل له ايراني چارواکو نه غواړي چې د دوى په بدل کې له خپلو زندانونو نه ٣٠٠ سني بنديان پرېږدي.

د 'اسنا' خبري اژانس وايي چې يو ايرانى پلاوى پاکستان ته تللى چې د پوله ساتو د خوشې کېدو په تړاو له چارواکو سره خبرې وکړي.

په همدې حال کې د ايران مرستيال لوى درستيز د فارس خبري اژانس ته ويلي چې د سرتيرو د خلاصون لپاره سياسي او پوځي اقدامات دواړه روان.

سيستان بلوچستان له افغانستان او پاکستان سره پر پولې پرته سيمه ده او په دې وروستيو کلونو کې په کې د ايراني امنيتي ځواکونو، قاچاقچيانو او سني ياغي ډلو ترمنځ گڼې نښتې شوي.

ورته مطالب