اوکراين کې د شخړو پر مهال ۱۸ کسه وژل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د حکومت ضد مظاهرې له تېر نومبر مياشتې راهيسې پيل شوی دي

د اوکراين ولسمشر ويکتور ينکوويچ په پلازمېنه کيف کې د تاوتريخوالي د وروستيو څپو پړه پر مخالفو مشرانو اچولې ده.

په دغو ناکراريو کې لږترلږه ۱۸ کسه وژل شوي دي.

له اپوزېسيون سره له ناکامه خبرو وروسته ښاغلي ينکوويچ له خپلو مشرانو په ټينګه وغوښتل چې ''ناوخته نه ده چې جګړه ودرول شي''.

راپورونه وايي، چې د بلوا ضد پوليسو د حکومت ضد مظاهره چيانو پر لوی کمپ بريدونو ته دوام ورکړی دی.

فعالین بيا حکومتي ادارې د څو میاشتو په ناکراريو کې ګرمې بولي.

د برید پر مهال وړې چاودنې شوي، اورونه غورځول شوي او د ازادۍ په ميدان کې پراخ اور تر سترګو کېږي.

وروستی يرغل له هغه وروسته پيل شو، چې پوليسو هڅه کوله د مظاهره چيانو خيمو ته ورشي. څو کېږديو ته اور هم اچول شوی دی.

امنيتي ځواکونو تېره ورځ په ځايي وخت د مازيګر ۶:۰۰ بجې اعتراض کوونکو ته وخت ورکړی و، له هغې څلورلارې دې ووځي چې له نومبر راهيسې مظاهره چيان په کې دېره دي.

هغه مهال چې ضرب الاجل پوره شو بلوا ضد پوليس له زغره والو ګاډو سره پر کمپ ورغلل خنډونه يې وران کړل، په مظاهره چيانو يې د بې سده کولو لاسي بمونه وغورځول او اوبه يې پرې وشيندلې.

مظاهره چيانو مقاومت کاوه او د هغو ټايرونو له شا چې دوی اور ورته اچولی و، لاسي بمونه غورځول.

د شپې مهال د مظاهره چيانو مشرانو پر اعتراض کوونکو غږ وکړ چې مقاومت وکړي او له اوکراينيانو يې وغوښتل چې په هر حالت کې د ازادۍ ډګر ته ورشي.

ورته مطالب