اوکراین ولسمشر د پوځ مشر ګوښه کړ

د انځور حقوق AP
Image caption د هېواد ملي امنیت اعلان کړی چې د هېواد په لرو بر کې ترهګریز ضد کمپاین پیلوي.

د اوکراین د ولسمشرۍ وېبپاڼه خبر ورکوي چې ولسمشر ویکتور یانو کوویچ د هېواد د وسله والو ځواکونو مشر جنرال ولادیمیر زمانه له دندې ګوښه کړ.

دا ګام تر هغه وروسته اخیستل کېږي چې په دریو میاشتو کې تر ټولو سخت تاو تریخوالي په کییف کې لسګونه تنه ووژل او ټپيان يې کړل.

وړاندې د هېواد ملي امنیت اعلان وکړ چې د هېواد په لرو بر کې ترهګریز ضد کمپاین پیلوي.

د چارواکو په وینا د ملي کمپاین موخه د ترهګرو ګواښونو سره مبارزه ده.

داسې ویل کېدل چې ښایی د لومړي ځل لپاره د هېواد په سړکونو پوځ ځای پر ځای شي.

د ښاغلي یانوکوویچ د فرمان له مخې سمندرمشر یوري ایلین د جنرال زمانه پرځای د پوځ مشر نومول شوی دی.

د ولسمشر دا فرمان تر هغه وروسته راځي چې سې شنبې په ورځ او چارشنبې په شپه مرګونی تاو تریخوالی را منځ ته شو .

پاروپایي ټولنه وایي تمه کوي چې د دغو ظلمونو پر کوونکو اقتصادي بندیزونه ولګېږي.

تر بیګانیو ناکامو خبرو وروسته، ولسشمر له لاریونیانو وغوښتل چې له بنسټ پالو ځواکونو ځانونه لرې کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption اروپایي ټولنه وایي تمه کوي چې د دغو ظلمونو پر کوونکو اقتصادي بندیزونه ولګېږي

اروپایي ټولنه وایي تمه کوي چې د دغو ظلمونو پر کوونکو اقتصادي بندیزونه ولګېږي.

روسیې پر حکومت مخالفو لاریونیانو پړه اچولې چې د زور له لارې د واک تر لاسه کولو پلانونه جوړوي.

پر لاریونیانو د پولیسو وروستی برید په ځایي مهال سهار ۴ بجې پیل شو.

برید د ازادۍ پر ډګر( میدان) وشو چې څو کېږدۍ پکې وسوزېدې. وروسته د لاریونیانو د خورولو لپاره اوبشیندي وکارېدل.

د پخواني شوروي اتحاد دغه جمهوريت د روسيې او لوېديخ ترمنځ په جيوپولټيک ټېلماټېل کې راګير دی.

نښتې له پلازمېنې بهر هم خپرې شوې دي.

په لفېف (Lviv) کې، د سيمه ييز څارنوال دفتر د خلکو يوې ډلې نيولی و.

احتجاجونه په سوله ييز ډول په تېر نومبر کې پيل شول، کله چې ولسمشر وېکټر ينوکوېچ له اروپايي ټولنې سره له پلان شوي تړون تېر شو او پر ځای يې، د روسيې له لوري د پورونو يو ستره ټولګه ومنله.

د څو ورځو لپاره، داسې برېښده چې تاوتريخوالی په سړېدو دی.

ځينو احتجاجيانو په داسې حال کې چې له محاکمې د بښنې په بدل کې يې له حکومتي ودانيو پر وتلو سلا وکړه، د سيمې پر پاکولو هم پيل وکړ.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پر لاریونیانو د پولیسو وروستی برید په ځایي مهال سهار ۴ بجې پیل شو.

دا لا روښانه نه ده چې څه لامل شو دغه اوږدمهاله په ټپه ولاړ حالت بيا ترينګلی شي.

تر دې دمه د تاوتريخوالي پای ته رسولو پر سر، د حکومت او مخالفو مشرانو ترمنځ خبرې ناکامې شوې دي، خو نړيوالې ټولنې د ارامۍ غږ کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارنې د زور کارونه غندلې ده.

"موږ د تاوتريخوالي له امله ټکان خوړلی، چې له وړاندې د کيېف مرکزي برخه کې روان و، او هم د هغو راپورونو له امله چې وسله والو پوليسو په کې د ميدان پر څنډو يرغل وروړی.

موږ د لارکوڅو تاوتريخوالي، او هم له هر لوري له اندازې زياتې زورکارونې غندنه کوو. زورکارونه کړکېچ نه شي حلولی."

د اروپايي ټولنې مهمو څېرو ويلي اټکل کوي چې په بيړني ډول د اوکراين پر وړاندې پر بنديزونو سره سلا شي.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت د نښتو پړه د "لوېديځو سياستوالو او اروپايي ادارو پر توطيه ييز چلن" اچولې، خو د ولسمشر پوتين يوه وياند ټينګار وکړ چې روسيه به د نه مداخلې پر خپلې تګلارې ولاړه وي.

اوکراين اوس، په ختيځ کې د روسۍ ژبې وګړيو، چې له مسکو سره د نژدېوالي غوښتونکي دي، او د لوېديځ او ځوان اوکراين ترمنځ، چې له اروپا سره لا ځواکمن تړاو غواړي، د بل هر وخت پرتله سره ډېر سره وېشلی دی.

د دغو دواړو خواوو ترمنځ درز په زياتېدونکي ډول پراخېږي، چې بېرته سره ورتګ او جوړښت يې سخت برېښي.

ورته مطالب