فېسبوک "وټس اپ" په ۱۹ میلیاردو ډالرو پېري.

د انځور حقوق AP
Image caption د ٬وټس اپ٬ شرکت کاروونکو ته اجازه ورکوي چې د انټرنت له لارې پیغامونه په وړیا توګه ولېږي

فېسبوک شرکت د پيغامونو لېږونکی پروګرام وټس اپ په ۱۹ میلیارد ډالرو چې ځینې یې نغدې پیسې او ځينې یې ارزښتناکې ونډې دي، رانیولی دی.

دا د ټولنیزو شبکو په تاریخ کې تر ټولو ستره معامله ده.

وټس اپ په میاشت کې ۴۵۰ میلیونه کاروونکي لري او هغه خلک یې ډېر کاروي چې د پيغام لېږلو له لګښته تښتي.

د دې تړون د لاسلیک پر مهال د فېسبوک بنسټ اېښودونکي مارک زوکېر بېرګ د یوې اعلامیې په ترڅ کې د وټس اپ خدمتونه خورا ارزښتناک وبلل.

د وټس اپ شرکت کاروونکو ته اجازه ورکوي چې د انټرنت له لارې پیغامونه په وړیا توګه ولېږي.

دا شرکت وایي هره ورځ یو میلون نوي کاروونکي ورسره ثبتېږي.

دا پروګرام له کاروونکو په کال کې یوازې یو ډالر اخلي او یو وړیا موډل هم ورکوي.

د تړون د شرایطو له مخې باید فېسبوک وټس اپ په بدل کې ۴ میلیارده ډالر نغدې ورکړي او د ۱۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت د فېسبوک ارزښتناکې ونډې ورکوي.

تر هغه وروسته به د وټس اپ کار کوونکو ته ۳ مېلیارده ډالر ورکړي.

د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د وټس اپ یوه جوړوونکي جان کوم وویل هغه پلان لري چې شرکت په مستقله توګه پرمخ بوزي.

اوس به دی د فېسبوک د مدیرانو په غړو کې راځي.

هغه زیاته کړه، خوښ دی چې له مارک او فېسبوک سره په ګډه کار وکړي او د نړۍ په لروبر کې به خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.

د فېسبوک بنسټ اېښودونکي وویل باور لري چې وټس اپ به یو میلیارد کاروونکي ولري، خو ټينګار یې وکړ چې د وټس اپ پر مخ د اعلانونو د کولو نیت نه لري.

نوموړي وویل، فکر نه کوي چې د پیغامونو له لارې د پيسو تر لاسه کول ښه لاره نه ده.

وټس اپ ټول ټال ۵۰ کار کوونکي لري.

د مالي چارو شنونکې کېتي بویل وایي وټس اپ د فېسبوک په پرتله ډېر ارزښت لري، د هغې په ګومان دا پروګرام د ډېرو ځوانانو له خوا کارېږي او په نړیواله کچه هم شهرت لري.

هغه د فېسبوک په پرتله په نړیوالو مارکېټونوکې هم زیات شهرت او محبوبیت لري.

ورته مطالب