د اوکراین ناکرارۍ: نښتو کې تر۲۰ زیات وژل شوي.

د انځور حقوق
Image caption د کییف حکومتي اداره وایي د سه شنبې راهیسې په نښتو کې ۶۷ تنه وژل شوي دي.

په اوکراین کې د امنیتي ځواکونو له خوا ۲۱ لاریونیان وژل شوي دي. دا د پروني(چارشنبې) له اوربند وروسته کېږي.

عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، ځینې کسان په یوه ډز ویشتل شوي چې د عادي ویشتونکو په ګولیو لګېدلي دي.

چارواکي وایي یو پولیس وژل شوي او ۶۷ نور د لاریونیانو لخوا یرغمل شوي دي.

په عین حال کې اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په کییف کې له ولسمشر ویکتور یانو کوویچ سره درې ساعته خبرې اترې کړې دي.

بل لور ته سپين ماڼۍ ویلي له اوکراین نه په هغو انځورونو دردېدلې چې پکې د اوکراین امنیتي ځواکونه ښوول کېږي چې پر خپلو خلکو ډزې کوي او وژني یې.

سپينه ماڼۍ زیاتوي چې کړکېچ باید په سیاسي لارو چارو حل شي.

عیني شاهدانو نړیوالو رسنیو ته ویلي چې دوی په کییف کې تر نښتو وروسته د ۲۱ نه تر ۲۷ پورې کسانو مړي شمارلي دي.

د کییف حکومتي اداره وایي د سه شنبې راهیسې په نښتو کې ۶۷ تنه وژل شوي دي.

چارواکي وایي تر ۲۰ زیات پولیس هم په دغو نښتوکې وژل شوي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو د اوکراین هغو ۲۰ لوړ پوړو چارواکو ته د ویزې پر ورکړې بندیز لګولې، چې باور کېږي اوکراین کې د احتجاج کوونکو پر وړاندې د تشدد کولو مسوولیت پرغاړه لري.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویندوی له خبریالانو سره خبرو کې د دغو لوړ پوړو چارواکو نومونه یاد نه کړل او نه يې هم دا ویلي، چې د اوکراین ولسمشر ویکټر یانکویچ نوم دغه نوملړ کې شامل دي او که نه.

له دې مخکې ولسمشر اوباما خبرداری ورکړی و، چې د اوکراین حکومت باید باوري کړي، چې پوځ به هغو مسایلو کې لاسوهنه نه کوي، چې د ده په خبره ملکیان یې حل کولای شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption چارواکي وایي تر ۲۰ زیات پولیس هم په دغو نښتوکې وژل شوي دي.

اوباما له ټولو لوریو د زغم څرګندولو غوښتنه وکړه.

ولسمشر ویکټر یانکویچ له ټلوالې سره موافقه کړې ده، چې د ۲۶ کسانو تر وژل کېدا وروسته به اوربند او سوله کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ پر وېبپاڼې خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو غاړو د "وینې تویېدو" د مخنیوي په خاطر د جوړجاړي هڅې پیل کړې دي.

حکومت او مخالفانو یې هوکړه کړې ده چې "هېواد ته د ارامۍ راتلو په موخه باید یوې سولې او جوړجاړي ته ورسېږي".

دغه اعلان وروسته تر هغه شوی، چې تېره اونۍ اوکراین کې تاوتریخجنې مظاهرې وشوې، خو اصلي پیل یې له درو میاشتو مخکې و.

د مظاهرو پرمهال کییف ښار د حکومتي ضد کسانو او پولیسو ترمنځ نژدې د جګړې پر ډګر اوښتی و.

ولسمشر او د درو مخالفو ډلو مشرانو هوکړه کړې ده، چې د جوړجاړي لپاره باید ژر خبرې پيل کړي.

اوکراین مظاهرې وروسته تر هغه پیل شوې، چې ولسمشر یانکویچ له اروپايي ټولنې سره د سوداګریز شراکت وړاندیز رد کړ او پر ځای یې د روسي سوداګریزو اسانتیاوو وړاندیز غوره وباله.

د اروپايي اتحادیې مشران د یانکویچ تر رد وروسته، پر اوکراین د نویو او بېړنیو بندیزونو په لټه کې شول.

ورته مطالب