اوکراینی ولسمشر او لاریونیان پر وختي ټاکنو سره سلا شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د کړکیچ د پای ته رسېدو تړون لاسلیک شوی، خو حالات لا هم ترینګلي دي

د اوکراین ولسمشر ویکتور یانوکوویچ هوکړه کړې چې، د سیاسي بحران د حل په موخه وختي ټاکنې را وغواړي.

د اوکراین ولسمشر منلې چې په هېواد کې د کړکېچ د پای ته رسولو په موخه، د کال تر پایه ولسمشریزې ټاکنې وکړي.

نوموړي همدا شان د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره هوکړه وکړه او د اساسي قانون په چوکاټ کې یې د ولسمشر د واکونو کمېدل ومنل.

دا جوړجاړی له حکومت مخالف مشرانو سره تر ساعتونو خبرو اترو وروسته تر لاسه شو.

حکومت مخالفو لا د تړون په اړه څه نه دي ویلي او دا هم نه ده جوته چې لاریونیان به له ډګره ووځي کنه؟

د اوکراین دولتي تلویزیون وایي د تړون کاپي ور رسېدلې او دا تړون ټولو غاړو لاسلیک کړی دی.

لاهم لارویونیان او پولیس د یو بل په وړاندې مخامخ سره ولاړ دي.

په پرونیو (پنجشنبه) بریدونو کې تر شلو زیات کسان وژل شوي وو.

ښاغلي یانوکوویچ اعلان وکړ چې د جمعې پر ورځ یې تړون لاسلیک کړی دی او تر هغه وروسته په مرکزي کییف کې نښتې نه دي شوې.

پولیس وایي د پارلمان د غونډې پر مهال یې بهر له لاریونیانو سره ځوابیه ډزې کړې دي.

د پارلمان غړو یو ځل بیا په لانجمنه فضا کې بحث وکړ، خو په پای کې د پارلمان مشر د اساسي قانون په اړه بحث وځنډاوه.

د رپوټونو له مخې تړون دا برخې لري:

  • د ۲۰۰۴م کال اساسي قانون به په ۲۴ ساعتونو کې بیا منل کېږي او په لسو ورځو کې به د ملي یووالي حکومت جوړېږي.
  • تر سپټمبر پورې به د ولسمشر، حکومت او پارلمان واکونه د اساسي قانون په چوکاټ کې انډول شي.
  • تر نوي اساسي قانون وروسته به ولسمشریزې ټاکنې کېږي خو هغه به تر ډسمبر مخکې وي.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو د اوکرايين پر هغو چارواکو د بنديزونو لگېدو موافقه وکړه چې د دوى په وينا "په تاوتريخوالي او د خورا ډېر زور په کارولو پړه بلل کېږي."

د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیسو د پارلماني بحثونو پر مهال بهر له لاریونیانو سره ځوابیه ډزې کړې دي.

وزيرانو په يوه ليکلې وينا کې ويلي چې د شتمنيو کنگلول او د ويزو بندول به بې له ځنډه پلي شي.

د پنجشنبې په تاوتريخوالي کې لږ تر لږه ٢١ تنه په پلازمېنه کييف کې ووژل شول.

چارواکي وايي يو پوليس هم وژل شوى او نژدې ٧٠ نور يې اعتراضيانو يرغمل کړي دي.

د اروپايي ټولنې په وينا کې راغلي چې "هېڅ ډول حالات هغه څه نشي توجيه کولى چې زموږ د سترگو په وړاندې پېښېږي".

د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو مشرې کاترين آشټن وويل د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د پيل مسووليت د ولسمشر ويکتور يانوکوويچ پر غاړه دى.

آغلې آشټن ټينگار وکړ چې د اوکرايين پر روانو حالاتو سترگې نشي پټېداى.

د اوکراین د روغتیا وزارت وایي، له سه شنبې را هیسې ۷۷ تنه وژل شوي او ۵۷۷ تنه ټپي شوي دي.

ورته مطالب