ماشومانو ته څنګه نوم غوره کړو

د ماشوم د نوم په ټاکلو کې مهمه خبر دا ده چې ستاسو خوښ وي او مینه ورسره ولرئ.

۱ـ خپل ماشوم ته هغه نوم غوره کړئ چې تاسو ته هم له ذهني پلوه مثبت مفهوم ولري. د هر کس نوم ځانګړی اغېز لري. پم مو وي چې ستاسو ماشومان به هغه نوم نه یواځې په ماشومتوب بلکې په لوی والي کې هم کاروي.

۲ـ حتمي نه ده چې نوم دې د کورنۍ له نوم سره برابر سیلابونه ولري. هغه نوم چې ماشوم ته یې ټاکئ څو ځله یې له ځان سره تکرار کړئ چې که مو په زړه برابر وو او د کورنۍ د نورو غړو هم خوښ شو، نو غوره یې کړئ. بېلګې په توګه په ځينو کورنیو کې چې یو زوی یې فواد نومیږي نو پر بل یې جواد او پر بل یې فرهاد نوم ږدي. یا هم که یوه نجلۍ زرمینه وي بله به یې حتمأ زرغونه او یا زرینه وي. چې دا حتمي نه دي.

۳ـ د نوم لومړي څو ټکي باید پر غوږونو ښه ولګیږي.

۴ـ د نوم تلفظ باید ته باید ډېر غور وشي. که یو غیر عادي تلفظ وکاروئ، نو ستاسو اولاد باید د عمر تر پایه د هغه د سمولو هڅه وکړي.

۵ـ د خپلې کورنۍ او یا دوستانو نوم چې تاسو ته ګران د خپلو اولادونو لپاره غوره کړئ. که څه هم په ځینو کورنیو کې داسې دود دی چې که د یوې کورنۍ د مشر نوم پر کوم ماشوم کېښودل شي نو بیا دښمني کوي او منفي غبرګون ښيي. چې باید دې کار ته مثبت پام وشي.

۶ـ که غواړئ پر خپل ماشوم نوی کېږدئ، نو څو نومونه له مخې تېر کړئ کیدای شي یو یې ستاسو د خوښې او له اولاد سره ورته والی ولري.

۷ـ نوم څو ځله له ځان سره تکرار کړئ او وګورئ چې تاسو ته څه احساس پیدا کیږي. خپل یوه دوست ته څو ځله په هماغه نوم غږ وکړئ، ځکه په راتلونکې کې به بیا هم په زرهاو ځله دغه نوم واخلئ او غږ به ورته وکړئ، نو وګورئ چې په غوږونو ښه لګیږي که نه؟

۸ـ هغه نومونه چې له دوو برخو جوړ شوي میندو او پلرونو ته ښه فرصت ورکوي. کیدای شي مور د اولاد د نوم یوه برخه او پلار یې بل نوم ورته یاد کړي. په داسې وختونو کې کولای شئ د خپلې خوښې نوم د یوه درناوي وړ مشر له نوم سره یو ځای او پر خپل ماشوم یې کېږدئ.

د بېلګې په توګه انځر ګل، یا ګل پاڼه، ښايي مور د نوم یوه برخه خوښه کړي او پلار یې بله او خپل اولادونه پرې یاد کړي.

د نوم د غوراوي لپاره ګڼې سرچینې شته، چې هم کتابونه او په اوسنۍ زمانه کې کمپیوټرونه هم پرې ډک دي. خو د نومونو د غوره کولو او ټاکلو ښه سرچینه قرآنکریم دی. ځينې وخت کولای شئ د مشهورو کسانو نومونه د خپلو بچیانو لپاره غوره کړئ.

ورته مطالب