امریکا او جنوبي کوریا مشترکې مناورې پیل کړې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اټکل دی، چې دغه مناورې به د راتلونکي اپریل تر نیمايي پورې دوام وکړي، چې د امریکا او د جنوبي کوریا زرګونه پوځیان به ګډون په کې ولري.

په سوېلي کوریا کې د امریکا متحدو ایالتونو او سوېلي کوریا ترمنځ پوځي مناورې پیل شوې دي.

د روانې میاشتې لومړیو کې سوېلي کوریا د سې شنبې ورځې (فبروري ۲۵) تر خبرو پورې د پوځي مناورو د ځنډولو اعلان کړی و.

خبریالان وايي، د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ د پوځي مناورو پیلېدل دواړو نسبتاً دښمنو کوریاګانو ترمنځ د اړیکو د رغولو په موخه دي.

شمالي کوریا د امریکا او سوېلي کوریا د ګډو پوځي مناورو پرضد خبرې کؤې، چې وايي، دا د شمال د نیولو لپاره یوه پیلامه او پلمه ده.

اټکل دی، چې دغه مناورې به د راتلونکي اپریل تر نیمايي پورې دوام وکړي، چې د امریکا او د جنوبي کوریا زرګونه پوځیان به ګډون په کې ولري.

امریکایانو او د سوېلي کوریا وګړو دغه مناورې د خپلې طبیعي دفاع حق بللی، خو پیونګیانګ بیا د جګړې پیلامه بللې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption امریکایانو او د سوېلي کوریا وګړو دغه مناورې د خپلې طبیعي دفاع حق بللی، خو پیونګیانګ بیا د جګړې پیلامه بللې دي.

تېر کال دې ته ورته مناورې د اوږدمهال ترینګلتیا لامل شوې، چې په لړ کې یې شمالي کوریا ګواښ کړی و، چې پر جنوبي کوریا او امریکايي ځواکونو به اتومي وسلې وکاروي.

د سوېلي کوریا د دفاع وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ (فبروري ۲۴، کب ۵) وویل: "د شمالي کوریا له لوري مو تر اوسه پورې د هېڅ غیر طبیعي حرکت احساس نه دی کړی. تر هغو چې شمالي کوریا ښکاره غبرګون نه وي ښوولی، موږ د هېڅ ډول غبرګون نیت نه لرو".

ورته مطالب