افغانستان کې جنګېدلی مشر سوریه کې وژل شوی

د انځور حقوق
Image caption السوري د شام ازادوونکو په نامه ډلې مشري کوي، چې د حکومت ضد جنګېږي.

د سوریې د بشري حقونو فعالین وايي، پر القاعدې شبکې پورې د تړلې" د اسلامي شام ازادي غوښتونکې" ډلې ستر جنګي مشر "ابو خالد السوري" په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی.

برید د سوریې په شمالي حلب ښار کې شوی دی.

د سوري نظام د وسله والو مخالفانو او بشري حقونو د فعالانو د معلوماتو له مخې، ابو خالد ته ځانمرګي برید کوونکي ځان ور رسولی او هغه یې وژلی دی.

ځینې رپوټونه وايي، چې دوو ځانوژونکو هغه ته ځانونه رسولي او دواړو خپل ځانونه د هغه په کور کې چوولي دي.

باور کېږي چې ابو خالد السوري او ډله یې په سوریه تر نورو جنګیالیو ډېر فعالیت کوي، چې ځانونه د شام ازادوونکي وايي.

خو داسې هم ویل کېږي، چې ګني ابو خالد په سوریه کې د القاعدې شبکې د اوسني مشر ایمن الظواهري استازی دی.

ابو خالد د الظواهري په سپارښتنه د هغو دوو جنګي ډلو ترمنځ د اختلاف له منځه وړلو هڅه هم کړې، چې پر القاعدې شبکې پورې تړلې دي، یوه النصرة جبهه او بله په عراق او شام کې د اسلامي حکومت ډله، چې ځان ته یې "داعش" لنډ نوم ټاکلی دی.

ویل کېږي چې د ابو خالد اصلي نوم محمد بهیة دی، چې وړاندې د القاعدې په لیکو کې جنګېدلی، او افغانستان او عراق کې یې له امریکایانو سره جګړه هم کړې ده.

نوموړی د اسامه بن لادن نژدې سړی و.

بل خوا، د سوریې اطمه ښار کې - چې له ترکیې سره ګډه پوله لري – یوه روغتون ته څېرمه موټربم برید یو شمېر کسان وژلي دي.

په اطمه ښار کې –چې دا مهال د سوري نظام د مخالفانو په لاس کې دی- د سوریې له کړکېچه زرګونه تښتېدلې کورنۍ اوسېږي.

د دغه برید مسؤولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د عبدالله صالح په نامه یوه عیني شاهد ویلي، چې برید روغتون ته سخت زیان اړولی او تر ۵۰ ډېر کسان په کې ټپیان شوي، خو تر اوسه د تلفاتو دقیق شمېر لا نه دی مالوم شوی.

ورته مطالب