د اوکراین د مخکني ولسمشر د نیولو امر شوی

ویکتور یانکوویچ د انځور حقوق AP
Image caption ویکتور یانکوویچ له خپلو دوو مرستیالانو سره یوه نامالوم ځای ته تښتېدلی دی.

د اوکراین د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر ارسن اواکوف وايي، د مخکني ولسمشر ویکتور یانکوویچ د نیول کېدو امر شوی دی.

نوموړي پر خپلې ټویټر وېبپاڼې لیکلي، چې د یانکوویچ پرضد د جنايي جرمونو قضیه راپورته شوې ده.

دی وايي، چې له دغه جنايي قضیه کې له هغه سره "د سوله ییزو لاریون کوونکو د ټولوژنې" قضیه کې ځینې نور چارواکي هم ښکېل دي.

اواکوف زیاتوي، چې یانکوویچ د بالاکووا ټاپو ته څېرمه په تېره یکشنبې لیدل شوی، خو د دوو مرستیالانو په ملتیا یوه نامالوم ځای ته په موتر کې خوځېدلی دی.

د اواکوف اعلامیه وايي، چې یانکوویچ له بالاکووا تر وتلو وروسته خپلو ټولو امنیتي کسانو ته د ځان پټولو امر کړی دی.

روسیې له اوکراینه خپل سفیر ورغوښتی

روسیې له اوکراینه خپل سفیر د هغه څه په اړه د مشورې لپاره مسکو ته ورغوښتی، چې دغه هېواد په کییف کې مخ پر خرابېدو وضعیت بللی دی.

دغه ګام وروسته له هغې پورته شوی، چې تازه ګومارل شوي لنډمهالي ولسمشر الېکساندر تورچینوف په یوه تلوېزوني وینا کې وویل، د ده مهم لومړیتوب به دا وي چې خپل هېواد له اروپايي ټولنې سره د یوځای کېدو لارې ته ورستون کړي.

د انځور حقوق
Image caption په مسکو کې د بي بي سي خبریال اسټیون روزنبېرګ وايي، چې د مخکني ولسمشر ویکتور یانکوویچ پلویان اوس له هغه لیرې کېدونکې دي.

نوموړي وویل، که مسکو د اوکراین لخوا له اروپايي ټولنې سره د نژدې اړیکو انتخاب ته درناوی وکړي، حکومت یې له روسیې سره خبرو ته چمتو دی.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیي لاوروف یو ځل بیا پر کیف تور پورې کړ، چې د جمعې د ورځې له لاسلیک کړې سیاسي معاملې سرغړونه کوي.

د ګازو ارزاني

د دغو خبرو اترو ګډونوال او د پولینډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي وویل، اوکراین پراخ سیاسي بدلون ته اړتیا لري:

"زما په اند د کیف د مظاهرو ډګر ته راوتي خلک له سیاستوالو د نوي سیاست او نظر تمه لري. اوکراین له مالي پلوه د خپل اعتبار پر ځای کولو ته سخته اړتیا لري. همداراز له روسیې سره هم خبرو ته اړتیا ده، ځکه اوکراین د ګازو ارزانې بیې ته اړ دی. همداراز روسیه باید د دغه هېواد په ختیزه برخه کې د وضعیت په ارامولو کې مرسته وکړي او باید بېلتونپالنې ته لمن و نه وهي".

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف پر اوکراین تور لګولی، چې له لاسلیک شوې سیاسي پرېکړې په شا شوی دی.

په مسکو کې د بي بي سي خبریال اسټیون روزنبېرګ وايي، چې د مخکني ولسمشر ویکتور یانکوویچ پلویان اوس له هغه لیرې کېدونکې دي.

د پارلمان غړو هم نوموړی په بې زړه توب تورن کړی، او د کییف په میدان کې یې د ځینو کسانو وژل کېدل یو "جنایت" بللی دی.

Image caption د برتانیا د سوداګرۍ وزیر جورج ازبورن هم د اقتصادي همکاریو ملاتړ کړی، او د اوکراین د نوي حکومت حمایت یې اعلان کړی.

پر همدې مهال، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کاترین اشټون پر دوشنبې کییف ته روانه ده.

اروپايي ټولنې وړاندې ویلي وو، چې د دیموکراتیک حکومت په راتګ سره به، له اوکراین سره مالي مرستې وکړي.

د برتانیا د سوداګرۍ وزیر جورج ازبورن هم د اقتصادي همکاریو ملاتړ کړی، او د اوکراین د نوي حکومت حمایت یې اعلان کړی.

د امریکا د خزانې وزیر جک لیو هم اوکراین هڅولی، چې د لنډمهالي حکومت د پښو په ټینګېدا سره له نړیوال وجهي صندوق سره د اقتصادي همکاریو ترلاسه کولو په موخه خبرې پیل کړې.

ورته مطالب