نايجريا کې وسله والو ۵۰ زده کوونکي وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption د بي بي سي یو خبریال وايي د برید ټول قربانیان هلکان دي

د نایجریا د شمال ختیځ ایالت والي ابراهیم ګیدم پر یوه ښوونځي د وسله والو د برید پر وړاندې د ناسم غبرګون ښودلو له امله د دغه هیواد پر وسله والو ځواکونو نیوکه کړې ده.

په دغه برید کې چې تیره شپه وشو له ۵۰ زیات زده کوونکي چې اکثرو د ۱۰ او ۲۰ کلونو ترمنځ عمر درلود وژل شوي دي.

هغه چې په یوبي ایالت کې یې خبرې کولې وویل له بده مرغه چې د وسله والو له برید پنځه ساعته وروسته هم امنیتي ځواکونه د پیښې ځای ته نه وو رسیدلي.

ځايي چارواکو ویلي هغه پوځي سرتیري چې د پیښې ځای ته څیرمه یې د یوې پوستې ساتنه کوله د وسله والو له برید وړاندې په مرموزه توګه له دغه ځای تللي وو.

د پیښې په ځای کې د بي بي سي یو خبریال وايي د برید ټول قربانیان هلکان دي، او نجونو زده کوونکو ته ویل شوي چې کورونو ته ولاړې شي، واده وکړي او له زده کړې لاس په سرشي.

په روانه میاشت کې په هغو بریدونو کې چې پړه یې د اسلام پاله ډلې بوکو حرام پر غاړه اچول شوې ۳۰۰ تنه وژل شوي.

مخکې د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې په شمالي نایجېریا کې وسله وال په لوی لاس د ښوونځیو ماشومان او ښوونکي په نښه کوي.

دغه بنسټ وايي، په وروستیو کلونو کې اورپکو په دغه سیمه کې سلګونه ماشومان او ښوونکي وژلي او زرګونه نور یې د ښوونځیو پرېښولو ته اړ کړي دي.

د بښنې سازمان په یوه نوي رپوټ کې ویلي، اورپکي په زیاتېدونکي ډول بې رحمه بریدونه تر سره کوي او د ژوند او زده کړو له حقه بشپړه سرغړونه کوي.

په یوه وروستۍ پېښه کې وسله والو د شمالي نایجېریا په یوې کرنې لېسه کې کابو پنځوس زده کوونکي ووژل.

د بوکو حرام يوې اورپکې ډلې په وروستیو میاشتو کې ډېر ښوونځي په نښه کړي دي.

ورته مطالب