'اوکراين د ختيځ او لويديځ ترمنځ نه دی ايسار'

د انځور حقوق n
Image caption تراوسه د تښتېدلي ولسمشر ينکووېچ ځای ځایګی نه دی مالوم

د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري ویلي، اوکراين د لويديځ او د ختيځ ترمنځ جګړه کې نه دی ايسار شوی.

ښاغلي کېري وويل دا داسې لوبه ده چې نه څوک څه په لاس راوړي او نه څوک څه بایلي او پر ټولو هېوادونو يې غږ وکړ، چې په اوکراين کې د ثبات راوستو لپاره په ګډه کار وکړي.

په پلازمېنه کيف کې نوې اداره په بيا بيا د هغو کسانو له مخالفت سره مخامخ ده، چې په روسي ژبه ګړېږي.

روسيه چې د لرې کړای شوي ولسمشر ويکتور ینکووېچ ملاتړې ده خبرداری ورکړی، چې نور هېوادونه په اوکراين کې د ''يو اړخيزو ګټو'' په لټه کې دي.

پر همدې مهال د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، چې روسيه به ''د نه مداخلې پاليسۍ'' ته دوام ورکړي.

د سې شنبې پر ورځ ښاغلي کېري په واشنکټن کې د اوکراين د حالاتو په اړه د برتانيا د بهرنيو چارو له وزیر ويليم هېګ سره خبرې وکړې.

ښاغلي کېري له غونډې وروسته وويل: ''موږ دواړه دېته ژمن يو، چې د اوکراين د خلکو د هڅو د ملاتړ يوه برخه واوسو. دوی دي چې د خپلې ولسواکۍ د راتلونکې په اړه فکر کوي''.

تر دې مخکې د اوکراين موقت ولسمشر الکسندر تورچينوف د جدايي د ګواښ په اړه چې د ښاغلي ینکووېچ له لرې کېدو وروسته رامنځته شوی، اندېښنه په ډاګه کړې ده.

پارلمان ته د وينا پر مهال هغه وویل دی به د قانون له پلې کوونکو ادارو سره په سيمه کې د روسيې د نفوسو د دغه ستر توکم د وېشل کېدو په اړه چې ده يو لوی ګواښ وباله، وګوري.

د هېواد په سويل او ختيځ کې په روسي ژبه زياتره غږېدونکو استوګنو د موقتې ادارې د کړنو په اړه اعتراض کړی دی.

د روسيې بيرغ

د سې شنبې پر ورځ د کريمن په بندري ښار سېواستوپول کې، ځينو کسانو پر يوې ځايي حکومتي ودانۍ د اوکراين د بیرغ پر ځای د روسيې بيرغ پورته کړی دی.

ضمنآ په کيف کې پارلمان د يووالي حکومت جوړېدل تر پنجشنبې ځنډولي دي.

ښاغلی تورچينوف وايي دغه ځنډ به چارواکو ته د لا زياتو سلامشورو فرصت ورکړي او په پايله کې به يې ''ملي ګټو ته وفاداره ايتلاف'' جوړ شي.

ښاغلی ينکووېچ له هغه ۲۴ ساعته وروسته له کیف نه وتښتېد چې له مخالفينو سره يوې موافقې ته ورسېد.

خو د ازادۍ په ډګر کې راټولو شويو مخالفينو خپلو لاريونونو ته دوام ورکاوه او ويل يې تر هغه به مظاهرې کوي، چې ولسمشر ينکووېچ استعفا نه وي کړي.

تر اوسه د ښاغلي ینکووېچ ځای ځايګی نه دی مالوم.

ورته مطالب