د تایلنډ سرخ پوشان وایي بیلتون نه غواړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption حکومت پلوی د سرخ پوشانو خوځښت وایي که څه هم دوی د حکومت ملاتړ کوي، خو هېڅ کله هم نه غواړي چې هېواد یې وویشل شي.

په تایلنډ کې د حکومت پلوي د سرخ پوشان د سیاسي خوځښت یو مشر وایي، نه غواړي چې هېواد تجزیه کړي.

وېنګ توجېرکان دا څرګندونې په واسې وخت کې کوي چې په تېرو پنځو ورځو کې د حکومت پر مخالفینو بریدونه ډېر شوي، او په ترڅ کې یې پنځه تنه وژل شوي دي.

په دغو وژل شویو کسانو کې څلور ماشومان هم شامل دي.

په بنګکاک کې د بي بي سي خبریال جونتن هېډ په خپل رپوټ کې وایي وروستي تاوتریخوالي په تایلنډ کې نوې اندېښنې رامنځته کړي.

ځیني آن وېره لري چې روان حالت ښایي کورنۍ جګړې ته لار هواره کړي.

لومړۍ وزیره ینګلوک شیناواتره د خپل خوندیتوب په خاطر له پلازمېنې وتلې ده.

د نوموړې پلویان ټینګار کوي چې د هېواد په شمالي برخو کې دې نوې پلازمېنه جوړه شي.

خو د حکومت پلوی د سرخ پوشانو خوځښت وایي که څه هم دوی د حکومت ملاتړ کوي، خو هېڅ کله هم نه غواړي چې هېواد یې وویشل شي.

د دې خوځښت مشر وویل دوی دومره پوځي توان هم نه لري چې د بېلتون خبره وکړي.

خو زیاته یې کړه چې د حکومت ضد مظاهرچیانو پر وړاندې به خپلو سیاسي هلو ځلو ته دوام ورکړي.

خو ځیني خلک بیا تور لګوي چې د سرخ پوشانو خوځښت یوه وسله واله څانګه هم لري، چې د حکومت او پخپله د دې خوځښت د مشرتابه له کنتروله وتلې.

داسې تورونه هم لګول کېږي چې همدا وسله واله څانګه په وروستي تاوتریخوالي کې لاس لري.

یو شمېر سرخ پوشان له حکومته غوښتنه کوي چې د مظاهرچیانو پر ضد دې له زوره کار واخلي.

خو حکومت وایي داسې ځکه نشي کولای چې هسې نه پوځي کودتا ته لاره هواره کړي.

ورته مطالب