د برېتانوي سرتېري قاتل په عمري بند محکوم شو

د انځور حقوق other
Image caption تورن كسان د پرېکړې په وخت په محکمه کې حاضر نه وو

په لندن کې یوې محکمې د مایکل اډېبولاجو په نوم هغه افریقایي نژاده مسلمان ځوان په عمري بند محکوم کړی چې تېر کال یې په لندن کې د برتانیې د پوځ یو سرتېری (لي رېګبي) په چړو وژلی و.

د نوموړي یو بل ملګری، چې په دې وژنه کې یې ورسره مرسته کړې وه، په ۴۵ کاله بند محکوم شو.

د پرېکړې په وخت دواړو تورنو کسانو په محکمه کې د الله اکبر نارې وهلې.

ساتونکي اړ شول چې دواړه په زور له محکمې وباسي.

قاضې په داسې حال کې وروستۍ پرېکړه واوروله چې دواړه تورن کسان په محکمه کې حاضر نه وو.

خو د وژل شوي سرتېري (لي رېګبي) د کورنۍ غړي د پرېکړې په وخت په محکمه کې حاضر وو.

قاضي تورنو کسانو ته په خپله وینا کې وویل (تاسې په خپل عمل سره د اسلام دین بدنامه کړی)

قاضي زیاته کړه چې تورنو کسانو سرتېری رېګبي قصداً په داسې ډول وواژه چې لا ډېر خلک یې وویني او رسنۍ هم ښه ډېر پوښښ ورکړي.

د وژل شوي سرتېري لي رېګبي کورنۍ ویلي د محکمې پر پرېکړه خوشحاله دي، او له دې کمه سزا به ورته د منلو وړ نه وه.

ورته مطالب