برتانیا: زاړه خلک زیات نشه یي توکي کاروي

د انځور حقوق spl
Image caption برتانیا کې د شرابو زیات څښاک له امله له هغو سره تړلې ناروغۍ او مرګونه هم زیات شوي دي

د زاړه عمر لرونکو وګړو لپاره کمپاین کوونکی خبر داری ورکوي چې په دوی کې د شرابو او نشه یي توکو ناسمه کارونه زیاته شوې ده.

د یوې خیریه موسسې، ډرګ سکوپ په رپوټ کې راغلي چې د شرابو د زیات څښاک له امله له هغو سره تړلې ناروغۍ او مرګونه زیات شوي دي.

په دې عمر کې د وګړو په منځ کې د نشه یي توکو ناسمه او بېځایه کارونه هم زیاته شوې.

د ډرګ سکوپ په وینا، ډېر پام ځوانانو ته ځانګړی شوی او د پاخه عمر کسان له پامه غورځېدلي دي.

دې موسسې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د زړو وګړو د ځوانۍ پر مهال شراب ارزان وو او هر چا ته په اسانۍ رسېدل، ځکه د هغوی عادت یې په ماشومانو کې هم پاتې شوی دی.

د دې تر څنګ دغو کسانو په منځنۍ عمر کې زیات شراب څښلي او په زړښت کې یې روغتیا ته اندېښنې زیاتې شوې دی.

په اروپا کې د نشه یې توکو پر روږدېدو مرکز وایي د هغو کسانو شمېر به چې په نشه یی توکو روږدي دي او درملنې ته اړتیا لري، له ۲۰۰۱ کاله تر ۲۰۲۰کال پورې دوه برابره زیاته شي.

د درګ سکوپ په نوم د خیریه موسسې رپوټ وایي، ۱،۴ میلونو کسانو چې عمر یې له ۶۵ نه لوړ دی، تر خپلې کچې زیات الکول څښلي دي.

په تېرو اتو کلونو کې د ۶۵کلنو او تر هغه زیات عمر نارینه وو شمېر په سلو کې ۱۳۶ او د نارینه وو په سلو کې ۱۳۲ ته رسېدلی دی چې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د برتانیې د احصایې مرکزي اداره وایي له ۱۹۹۱م کاله را په دېخوا له ۷۵کلنۍ نه په زیات عمر کې کسانو د مرګ کچه تر ټولو لوړه ده.

د برتانیې د عامې روغتیا اداره وایي په انګلنډ کې د هغو کسانو درملنه زیاته ده چې د هیروینو په څېر نشه یي توکي کاروي او دا موږ ته د راتلونکو کلونو لپاره یوه لویه ننګونه ده.

په برتانیاکې د روغتیایي چارواکو په ګومان باید د روغتیا ادارې له هغو خلکو سره په درملنه کې مرسته وکړي چې عمر یې زیات دی او له نشه یي توکو ناروغ شوي دي.

د یوه روغتیایي چارواکي مارکوس روبېرټس په وینا رسنۍ او تګلارې ځوانانو ته ډېر پام کوي او د زاړه عمر کسان یې له پامه غورځولي دي.

هغه وایي، موږ باید په دې برخه کې زیات څه وکړو او په ملي او ځایي کچه تګلارې جوړې شي چې د زړو خلکو په اړه د هغو د نشه یي توکو ستونزو ته پام وکړو.

ورته مطالب