"مړی" کفن کې راپورته شو

د انځور حقوق
Image caption هوارډ دا کار یوه "معجزه" بللې.

د امریکا متحدو ایالتونو د مړو سمبالونې یوه مرکز کاروونکو هغه مهال له یوې حیرانوونکې پېښې سره مخامخ شول، چې یوه مړي له خپل کفنه سر راپورته کړ.

دغه مړی د خپلوانو له خوا مړ بلل شوی و.

د امریکا مسیسیبي ایالت لیکسینګتون ښار د مړي سمبالونې مرکز کارکوونکي د یوه ۷۸ کلن سړي په کفن کولو بوخت وو، چې مړي له کفنه د راوتلو هڅه وکړه.

اړوند ډاکټر ډیکسټر هوارډ په تېره چارشنبې دغه بوډا سړی مړ بللی و.

دوی وايي چې ویلیمز په کفن کې خپلې پښې ښورولې، چې راووځي.

دوی پوی شول چې د یوه ژوندي سړي د خښولو هڅه کوي.

بوډا ژر روغتون ته د روغتیايي معاینو لپاره واستول شول.

ډاکټر هوارډ وايي، ښکاري چې د ویلیمز د زړه ټکان د معاینې پروخت درېدلی، همدا ده چې مړ بلل شوی دی.

هوارډ دا کار یوه "معجزه" بللې.

د ویلیمز خپلوان وايي، بوډا اشاره وکړه، چې ژوندی دی.