اوباما: اوکرایین کې به پوځي لاسوهنه خپله بیه ولري

د انځور حقوق Reuters
Image caption ولسمشر بارک اوباما وايي په اوکرایین کې به هر ډول پوځي لاسوهنه خپله بیه ولري.

د اوکرايين پر سر له روسيې سره د لوېديځ ناندرۍ د دواړو خواوو له خوا د زغم له بلنو سره سره تودې شوې دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما روسيه وگواښله چې په اوکرايين کې پوځي لاسوهنه به يې بيه ولري.

هغه وویل: "موږ د اوکرایین دننه د روسیې د فدراسیون له خوا د پوځي خوځښت په رپوټونو ژور اندېښمن شوي یو. د اوکرایین پر ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا هر ډول تېری به خورا بې ثباته کوونکی وي چې د اوکرایین، روسیې او یا اروپا په ګټه نه دی."

ولسمشر اوباما زیاته کړه چې دا به هغو مسایلو کې د لاسوهنې په توګه وي چې د اوکرایین ولس یې باید غم وخوري.

هغه دغه راز وویل چې هېواد به یې بې له شکه له نړیوالې ټولنې سره په دې ټینګار کې ملګری شي چې وايي په اوکرایین کې به هر ډول پوځي لاسوهنه خپله بیه ولري.

دا څرگندونې د اوکرايين د نوي مشرتابه له خوا پر دغه هېواد د روسيې د پوځي يرغل تر ادعا وروسته شوې دي.

خو په ملگرو ملتو کې د روسيې سفير ويتالي چورکين وويل چې په اوکرايين کې دننه د روسيې هر ډول پوځي خوځښت، د هغو تړونو له مخې کېږي چې مخکې له کييف سره لاسليک شوي دي.

په همدې ترڅ کې، د ملگرو امنيت شورا د تړلو دروازو تر شا د اوکرايين په غوښتنه د دغه هېواد پر حالاتو غور پېل کړی دى.

مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري له ټولو خواوو غوښتي وو چې د حالاتو د نورې خرابۍ مخه ونيسي.

ورته مطالب