د یاهو کاروونکو انځورونه د برتانیا استخباراتو کې

Image caption راپور وايي برتانوي استخباراتو د ۲۰۰۸ کال یوازې په شپږو میاشتو کې د یاهو نژدې دوو میلیونو کاروونکو انځورونه راغونډي کړي دي.

د برتانیا ګارډین ورځپاڼه کې خپور شوی راپور د مخکني امریکايي څارګر اډوارډ سنوډن په حواله ویلي، چې برتانوي استخباراتو د نړۍ په ګوټ- ګوټ کې د ۲۰۰۸ کال په شپږو میاشتو کې د یاهو کاروونکو نژدې دوه میلیونه انځورونه راغونډي کړي دي.

راپور وايي، چې د حکومتي استخباراتو ادارې GCHQ له وېبکام څخه د یاهو کاروونکو میلیونونه انځورونه اخیستي دي.

یاهو امریکايي شرکت دا نه مني چې ګني د دغه استخباراتي کار له پیله دوی خبر وو.

یاهو د برتانیا دا کار د ''نه منلو'' بللی دی.

په راپور کې، د مخکني امریکايي استخباراتي مامور اډوارډ سنوډن پر څرګندونو او افشا شویو معلوماتو تکیه شوې ده.

راپور وايي، چې د وېبکام له لارې د انځورونو سربېره، ناوړه جنسي انځورونه هم راغونډي شوي دي.

خو د برتانیا د استخباراتو یادې شوې حکومتي ادارې ویلي، چې ټول کارونه یې 'د قانون مطابق' ترسره کېږي.

دغه انځورونه د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ موده کې غونډ شوي دي.

یوازې د ۲۰۰۸ کال شپږو میاشتو کې د نړۍ ګوټ ګوټ کې د یاهو کاروونکو نژدې ۱.۸ میلیون انځورونه غونډي شوي.

افشا شوې معلومات ښيي چې: ''له بده مرغه، ښکاري چې ګڼو خلکو په وېډیويي ډول خبرې کړې، د زړه خواله یې کړي او د خپل زړه ټول حال یې مقابل لوري ته ویلی دی''.

یاهو شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ''موږ په دې هېڅ خبر نه وو''.

''که چېرې دغه راپور سم وخېژي، زموږ د کاروونکو پر ځانګړنو د تېري یو بل پړاو ګڼل کېږي. چې دا کار موږ ته هېڅ د منل کېدو وړ نه دی. موږ په جدي توګه د نړۍ له حکومتونو غواړو چې په تېر دسمبر میاشت کې زموږ له لوري د وړاندې شویو اصولو مطابق د څارنې خپل قوانین عملي کړي''.

''موږ ته تر هرڅه ډېر د خپلو کاروونکو خوندیتوب او امنیت مهم دی''.