له ترکي خبریالانو سره د تاوتریخوالي خبرونه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تحقیقي خبریال احمد سیک په تېر دوبي کې استانبول کې د مظاهرو د پوښښ پرمهال دوه ځلې ټپي شوی و.

تر درې کلن ځنډ وروسته ترکیې یو ځل بیا په اروپایي ټولنه کې د شاملېدو په اړه خبرې اترې پيل کړي دي. اقتصاد او د سیلانیانو راتګ مخ په ودې دی. خو له دې سره سره ترکیه یو له هغو هېوادونو دی چې ډېر ژورنالستان پکې زندانونو ته اچول کېـږي.

دلته ژورنالستان ځورول کېـږي او ګواښونه ورته کېږي. سانسور هم عادي خبره ده.

سیلین ګیریت تېر کال د استانبول ښار د مظاهرو په اړه رپوټونه چمتو کړل. تر هغې وروسته ورته پر ټویټر له کرکې ډک پيغامونه او ګواښونه راتلل پيل شول. د دې کار تر شا یو جګپوړی ترکي سیاست وال و.

اوس سیلین بېرته ترکیې ته راغلې، او غواړي پوی شي چې دلته ژورنالستان ولې د چاروکو تر بریدونو لاندې راځي.

د تقسیم څلور لارې د استانبول ښار په زړه کې ده. دلته هر څو د خلکو پام ځان ته را اړوړي. شرابخانې، هوټلونه، دکانونه، ان پر سړک چلېدونکي کوچني اورګادي.

خو د تاریخ په اږدو کې لاریون کوونکي هم په همدې ځای کې راغونډ شوي.

په تقسیم څلور لارې کې بیا ګڼه ګوڼه ده. سیلانیان هم شته، کورنۍ هم له خپلو ماشومان سره را وتلي. خلک ښه خوشحاله ښکاري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ترکیې د خبریالانو ټولنه وايي د غازي پارک مظاهرو د پوښښ پرمهال تر ۱۰۰ ډېر خبریالان ټپیان شوي.

خو تېر ځل چې دلته راغلم نو کېسه بیخي بدله وه.

پر خلکو د اوښلن غاز باران و. زرګونه کسان په منډه وو، او پولیس ورپسې وو.

د چاپېریال ساتنې لپاره یوه کوچنۍ مظاهره وه. خلک راوتلي وو چې په غازي پارک کې د نوې ساختماني پروژې مخه ونیسي. خو پولیس د دوی پر ضد له زوره کار واخیست.

د حکومت ضد مظاهرو زور واخیست او په لارو کوڅو کې د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ اخ و ډب دوه اوونۍ دوام وکړ.

د ترکیې خبري کانالونو په پیل کې دا خبر خپور نه کړ. کله چې د ترکیې ښار په اوښلن غاز کې پټ و، یو لوی خبري کانال د سمندري مرغانو په اړه فلم ښوده.

خو نړیوالو کانالونو دې خبر ته پوښښ ورکړ. ما هم د مظاهرو په اړه بي بي سي ته خبر ورکاوه.

خو حکومت، په ځانګړې توګه لومړی وزیر رجب طیب اردغان د نړیوالو دا توجه نه وه خوښه.

خپلو پلویانو ته په وینا کې نوموړي نړیوالې رسنۍ تورنې کړې چې بې پرې نه دي، او د ده محبوبیت نه ښکاره کوي.

بي بي سي هم دا خبره پټوي، سي ان ان یې هم پټوي، رویټرز یې هم پټوي. دا هغه ملت نه دی چې تاسې یې نړۍ ته ښکاره کوی.

کله چې له غازي پارکه لاریون کوونکي وشړل شول نو دوی په دا ډول کوچنیو پارکونو کې راټول شول. زته دلته نږدې اوسېدم. په کوچنیتوب کې به نیا او نېکه دلته راوستلم.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بي ي سي سیلین ګیریت د علي اسمعیل له مور او پلار سره غږېږي.

دلته مې په یوه مظاهره کې د ویناوالو خبرې پر ټویټر ولیکلې. یوې ښځې ویل له حکومت سره د شپږو میاشتو لپاره اقتصادي بایکاټ اعلان شي، چې د خلکو خبر واوري. د هغې خبره مې پر ټویټر ولیکله. خو د انقرې ښاروال هغه خبره ما پورې وتړله، لکه ما چې د بایکاټ غوښتنه کړې وي.

نو پر ټویټر یې زما پرضد کمپاین پيل کړ. د بریتانیا لپاره د جاسوسۍ او غدارۍ تور یې راباندې ولګاوه.

سیلین: او نوموړي پر یو ملي تلویزیون وویل، کېدای شي زه د خپل کمپاین له کبله ووژل شم. له هغې وروسته مې د مرګ او جنسي تېري زګونه ګواښونه راکړل شول.

د هغو ترکي ژورنالستان لپاره چې په دې اړه خبر ورکوي، دا ډول ځورونه او ګواښونه عادي خبره ده.

عمبرین: ''حکومت ورو ورو د زورواکۍ خوا ته روان دی. هېڅ د نیوکې زغم نه لري. هېڅ ډول محاسبه نشته''.

عمبرین زمان په ترکیه کې د اکانومېسټ ورځپاڼې خبریاله ده. نوموړې یوې حکومت پلوه ورځپاڼې ته هم لیکنې کولې. خو له هغې دندې ګوښه کړای شوه.

عمبرین: ''زما مدیرانو راته په څرګنده وویل چې د ورځپاڼې د څښتن او حکومت له خوا پرې فشار دی. مدیرانو مې راته وویل چې باید له حساسو موضوعاتو لېرې وګرځم، لکه د کوردانو ستونزه، او د سوریې جګړه، او په هغې کې د ترکیې رول''.

د سوریې جګړه په تېر می کې له پولې دې خوا ترکیې ته هم را ورسېده. د رېحانلي په ښار کې. په دوه موټر بمي چاودنو کې پنځوس تنه ووژل شول. په دوی کې اولس زده کوونکی اګل جان تونا هم و. پلار یې، احمد، راته د هغې ورځې کېسه وکړه.

احمد: ''د مړو ترمنځ مې خپل ځوی وموند. پر ځمکه پروت و. زما زمری، زما مېړنی ځوی. اولس کلن و. ماغزه یې شیندل شوي وو''.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دل شاه راته وویل چې هغه له خپل ورور حسین سره میاشت کې یوځل ګوري. هغه له تېرو دوو کلونو راهیسې بندي شوی.

یوې ځایي محکمې رسنۍ د بم چاودنو په اړه له رپوټ ورکولو منع کړې. لومړي وزیر د دې پرېکړې ملاتړ وکړ. خو احمد دې بندیز په غوسه کړی.

احمد: ''د رسنیو سانسور د شرم خبره ده. تاسې څرنګه په اوسني وخت کې د تلویزیون خپرونې بندولای شی؟ انټرنټ هم شته. خلک بیا هم کولای شي چې پېښې په ژوند بڼه وویني. په دېموکراسۍ کې باید پر دې شیانو بندیز نه وي''.

هغه څه چې په رېحانلي او د اوړي په مظاهرو کې وشول دا ښیی چې د حقایقو په وړاندې زغم په کمېدو دی.

خو اوس د ترکیې لومړی وزیر له یوې لویې ننګونې سره مخامخ دی. یو پخوانی اتحادي یې اوس د حکومت مخالف شوی دی. او د فساد تورونه یې لګولي. هېڅوک د دې شخړې د پایلې په اړه څه اټکل نشي کولای. خو دا چې رسنۍ به ورسره څه ډول چلند کوي، د ترکي دېموکراسۍ په تاریخ کې به تر ډېره پاتې وي.

ورته مطالب