چین کې ۲۹ کسان په چړو وژل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption چارواکي وايي په دې پېښه کې لږترلږه ۱۳۰ کسان ټپیان شوي هم دي چې اوس تر درملنې لاندې دي.

چینايي چارواکو د اورګاډي په یوه تم ځای کې د هغو ۲۹ کسانو د وژل کېدو پړه په سنکیانګ پر بیلتون غوښتونکو اچولې چې په چړو ووژل شول.

یوه ډله برید کوونکي چې تورې جامې یې اغوستې وې په سویل لودیځ کې د کونمینګ په ښار کې د اورګاډي یوه تم ځای ته ورغلل او خلک یې په چړو وهل.

په دې پېښه کې لږ ترلږه ۱۳۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

د پېښې هغه تصویرونه چې پر انټرنیټ خپاره شوي ښيي چې ګڼ کسان په وینو کې لت پټ پراته دي.

عیني شاهدان وايي هغه کسان چې چټک نه شوای تللی د برید کوونکو له خوا اول په چړو وهل شول.

دوی وايي له برید کوونکو سره غټې چړې په لاسونو کې وې او هر څوک چې مخې ته ورتلل وهل یې.

د چین ولسمشر د وژل شویو او ټپیانو کورنیو ته د خواخوږۍ پیغامونه استولي دي.

د چین دولتي خبري آژانس سینهوا وايي پولیسو لږ ترلږه ۴ برید کوونکي په ډزو وژلي دي.

په بینجنګ کې د بي بي سي خبریاله وايي یوه مشکوکه ښځه چې ټپي ده او په روغتون کې یې درملنه کېږي نیول شوې او د نورو برید کوونکو پسې د لټې عملیات پېل شوي دي.

د چین ولسمشر ویلي چې په دې هکله په څیړونو کې به له ټولو امکاناتو کار واخېستل شي.

په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي وو چې برید کوونکي ټول نارینه وو خو وروسته بیا وویل شول چې ښځې هم په کې وې.

چینايي چارواکو دا تنظیم شوی ترهګر برید بللی دی.

په کونمینګ کې سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دې برید له نښو نښانو ښکاري چې په سنکیانګ کې بیلتون غوښتونکو د دې برید تر شاه لاس درلود.

په دې هکله نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د سنکیانګ اکثره اوسېدونکي یغور مسلمانان دي چې د چین له حکومته جدايي او پر مذهبي فعالیتونو د لګېدلو بندیزونو لیری کېدل غواړي.

ورته مطالب