چین کې د خونړي برید په تړاو مشکوک کسان نیول شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د چینايي پولیسو وینا ده چې د شنبې د ورځې په برید کې له ۱۳۰ نه ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د هغو کسانو له ډلې چې د تېرې شنبې په ورځ یې د چین په کونمینګ ښار کې د اورګاډي په یوه تم ځای کې پر خلکو په چړو بریدونه وکړل درې مشکوک کسان نیول شوي دي.

د چین دولتي خبرې آژانس د پولیسو له خولې وايي چې د شنبې په ورځ یوه ډله کسان چې په چړو او تورو سمبال وو په سوېل لویدیځ ښار کونمینګ کې د اورګاډي یوه تم ځای ته ورغلل او ۲۹ کسان یې ووژل او له ۱۳۰ نه ډېر کسان یې ټپیان کړل.

چارواکي وايي په برید کوونکو کې شپږ نارینه او دوه ښځې وې چې د عبدالرحیم قربان په نامه یوه تن له خوا یې مشري کېده.

د پولیسو وینا ده چې څلور برېد کوونکي یې د پېښې پرمهال په ډزو وژلي وو.

په دې هکله څه نه دي ویل شوي چې مشکوک کسان څنګه وپیژندل شول او ونیول شول.

تر دې مخکې یوه مشکوکه ښځه هم په ټپي حالت کې د دې برید په تړاو نیول شوې وه.

د پېښې هغه تصویرونه چې پر انټرنیټ خپاره شوي ښيي چې ګڼ کسان په وینو کې لت پت پراته دي.

عیني شاهدان وايي هغه کسان چې چټک نه شوای تللی د برید کوونکو له خوا اول په چړو وهل شول.

دوی وايي له برید کوونکو سره غټې چړې په لاسونو کې وې او هر څوک چې په مخه ورتلل په چړو یې پرې ګوزارونه کول.

د چین ولسمشر د وژل شویو او ټپیانو کورنیو ته د خواخوږۍ پیغامونه استولي دي او وايي چې په هکله په څیړونو کې به له ټولو امکاناتو کار واخېستل شي.

په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي وو چې برید کوونکي ټول نارینه وو خو وروسته بیا وویل شول چې ښځې هم په کې وې.

چینايي چارواکو دا برید تنظیم شوی ترهګر برید بللی او په کونمینګ کې سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دې برید له نښو نښانو ښکاري چې په سنکیانګ کې بیلتون غوښتونکو د دې برید تر شاه لاس درلود.

په دې هکله نور هیڅ جزییات نه دي ورکړل شوي.

د سنکیانګ اکثره اوسېدونکي یغور مسلمانان دي چې له حکومته جدايي او پر مذهبي فعالیتونو د لګېدلو بندیزونو لیری کېدل غواړي.

ورته مطالب