پوتین: که اوکرایین کې اړدوړ ډېر شي، مداخله کوو

پوتین د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پوتین وايي، روسیه یوازې ویکتور یانوکوویچ د اوکرایین قانوني ولسمشر ګڼي.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په اوکراین کې کودتا د اساسي قانون خلاف کار بللی دی.

نوموړي دا څرګندونې د اوکرایین په تړاو په یوه خبري غونډه کې کړې دي.

پوتین وايي، روسیه یوازې ویکتور یانوکوویچ د اوکرایین قانوني ولسمشر ګڼي.

روسي ولسمشر دا هم ویلي، که چېرې د اوکرایین ختيځ او سوېلي سیمو کې –چې ډېر وګړي یې په روسي غږېږي- اړدوړ ډېر شي، روسیه د روسانو د ملاتړ په خاطر د مداخلې کولو حق لري.

د امریکا ګواښ

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، چې اوکراین کې د روسیې د پوځ مداخلې په غبرګون کې واشنګټن له مسکو سره خپله پوځي همکاري ځنډوي.

واشنګټن دا هم ویلي، چې له روسیې سره به پر خپلې اقتصادي همکارۍ ځنډولو هم غور وکړي.

دا مهال امریکا له روسیې سره پر سوداګریزو او د پانګونې برخه کې د اړیکو پر ځنډولو خبرې روانې دي.

د روسیې پوځي مداخله

Image caption په ملګرو ملتونو کې اروپايي سفیرانو اوکراین کې د روسیې د پوځي مداخلې هڅې رد کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ویلي، لیرې کړای شوي اوکرایني ولسمشر له روسیې په اوکراین کې د ولسي وګړو د ملاتړ لپاره د پوځي مداخلې کولو غوښتنه کړې.

ویتالي چورکین د ملګرو ملتونو اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي، چې یانوکوویچ په لیکلې بڼه له روسیي ولسمشر ویلادیمیر پوتین غوښتنه کړې ده.

یو شمېر هېوادونه په اوکراین کې پوځي مداخلې ته توتلي ښکاري؛ ځکه چې په وینا یې د هېواد حکومت یې د اورپکۍ ځپلو په موخه د مداخلې غوښتنه کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویتالي چورکین د ملګرو ملتونو اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي، چې یانوکوویچ په لیکلې بڼه له روسیي ولسمشر ویلادیمیر پوتین غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې اروپايي سفیرانو اوکراین کې د روسیې د پوځي مداخلې هڅې رد کړې دي.

"ګواښ"

وړاندې د اوکراین د دفاع وزارت روسي پوځ په کریمیا ټاپو کې له اوکرایني ځواکونو د تسلیمېدو په غوښتنې تورن کړی و.

د اوکراین سرچینو ویلي، د روسي سمندري ځواکونو مشر الیکسندر ویتکو ګواښ کړی، که چېرې د سې شنبې تر ګهیځ پورې اوکرایني ځواکونه تسلیم نه شي، دوی به برید پرې وکړي.

ښکاري چې د روسیې خبري اژانس انټرفاکس وړاندې د یوه روسي ویاند له قوله ویلي د دا ډول ګواښونو ګنګوسې رد کړې دي.

اروپايي اتحادیې او امریکا د روسیې له خوا کریمیا کې د مداخلې په صورت کې پر مسکو د بندیزونو ګواښ کړی و.

په اوکراین کې تېره میاشت هغه مهال کړکېچ پیل شو، چې مخکنی ولسمشر ویکتور یانوکوویچ د خلکو له قهرجنو مظاهرو سره مخامخ شو.

له هماغه وخته روسیې کریمیا ټاپو ته د زرګونو پوځیانو د استولو نیت درلود، همدا وو چې ځینې اډې یې ونیوې او هوايي ډګرونه یې په خپله ولکه کې راوستل.

کرملین ویلي، په سیمه کې د خلکو د ملاتړ لپاره د پوځي مداخلې غوښتنه ترې شوې.

په کریمیا ټاپو کې ګڼ وګړي په روسي غږېږي.

مسکو وايي، د اوکراین نوی حکومت په رسميت نه پېژني، او ادعا کوي چې د کریمیا اوسېدونکي قوم پرسته سخت دریځي دي، چې د کییف لاریونونه د دوی په لسمون جوړ شوي وو.

رپوټونه وايي، د اوکراین د پوځ مشرانو ته ویل شوي، چې د سې شنبې تر ګهیځ پورې خپلې اډې پرېږي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما یوځل بیا روسیه پر نړیوالو قوانینو ماتولو تورنه کړې ده، چې وايي مسکو "د تاریخ په ناسم دریځ" غواړي یوه موزه کې دواړې پښې ننباسي.

امریکايي چارواکو هم ویلي، که چېرې روسیه پوځي مداخله وکړي، دوی به پر مسکو او روسي مشهورو کسانو اقتصادي بندیزونه ولګوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په سیواسټوپول کې مخکنيو روسي فعالانو تېره شپه د اوکراین سمندري اډو بهر مظاهره وکړه.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د روسي پوځيانو شتون اندېښمنوونکی دی، خو د روسیې ضرب الاجل پای ته رسېدلی.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کيڼې خوا ته- ویتالي چورکین د امنیت شورا غونډه کې.

ورته مطالب