روسيه او امريکا د اوکراين پر کړکېچ خبرې کوي

  • 5 مارچ 2014 - 14 کب 1392
Image copyright Reuters
Image caption دواړه وزیران هڅه کوي، چې د اوکراين کړکېچ ته د حل يوه لار راوباسي

ټاکل شوې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري او د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د اوکراين د کړکېچ پر سر د روانو ناندريو د کمېدو لپاره مهمې خبرې وکړي.

امريکا، مسکو د اوکراين کرايميا سيمې ته د ځواکونو په استولو تورنوي او دا د 'يرغل يوه کړنه' بولي، خو کريملين دغه ادعا ردوي.

له زياتو توپيرونو سره سره دواړه غاړې وايي چې دوی د خبرو پيلېدو ته لومړيتوب ورکوي.

د دې اوونۍ په لومړيو کې د روسيې له دې خبرداري سره په سيمه کې د کړکېچ کچه زياته شوه چې په ختيځ اوکراين کې د روسانو او هغوی چې په روسي ژبه خبرې کوي د ساتنې لپاره ځواکونه استوي.

بل خوا جان کيري روسیې ته خبر داری ورکړی چې که له کرایمیا څخه خپل ځواکونه ونه باسي نو له سیاسي او اقتصادي ګوښي والي سره به مخامخ شي.

د اوکرایین له پلازمینې کیف نه د لیدنې پر مهال ښاغلي کېري مسکو د دروغو او د ویرې په اچولو کې پر لاس لرلو تورن کړ.

خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي هر ډول بندیزونه به ټولو خواوو ته زیان ورسوي.

هغه خبریالانو ته وویل که په اوکراین کې روسي ژبي له ګواښ سره مخامخ وي نو د دغه هیواد ختیځ ته روسیه د ځواکونو د استولو حق لري.

د اوباما طرحه

پر همد مهال د امریکا ولسمشر بارک اوباما یوه داسې طرحه وړاندې کړې چې له مخې به یې د نړیوالو څارونکو په ګډون د روسیې او اوکراین د نوي حکومت استازي په کیف کې مخامخ خبرو ته کښیني.

ښاغلي اوباما د جرمني له لومړۍ وزیر انګیلا میرکل سره په ټيليفوني خبرو کې د دغې طرحې په اړه بحث وکړ.

د دې طرحې له مخې به څارونکي په کرایمیا کې د روسي توکمو د حقونو د ساتنې لپاره هڅې وکړي او په بدل کې به یې روسیه خپل ځواکونه له کرایمیا څخه وباسي

کیدای شي د اوباما دغه وړاندیز په فرانسه کې د یوې غونډه په څنډه کې هم وڅیړل شي.

د فرانسې په دې غونډه کې د روسیې، امریکا، او یو شمیر نورو هیوادونو استازي د لبنان په اړه خبرې کوي.

د چین لومړی وزیر لي کیکیانګ د دغه هیواد د پارلمان په کلنې غونډه کې د حکومت پلانونه وړاندې کوي.

ښاغلي لي ویلي د کلني ودې هدف به بیا هم اوه ا عشاریه پنځه سلنه او د اقتصادي پرمختګ به د حکومت اساسي دنده وي.

هغه د خلق په ملي کنګره کې وویل ډیرې ستونزې به هم وي چې د مقابلې لپاره یې جدي او کره پروګرامونو ته اړتیا ده .

د نویو دولتي ودانیو د جوړولو ممنوعیت د حکومت له هغو پروګرامونو څخه دی چې ښاغلي لي له فساد سره د مبارزې لپاره بې رحمانه جګړه بللې.

ورته مطالب