تر ټولو د ډېر عمر بوډۍ خپله ۱۱۶ کلیزه لمانځي

اوکاوا د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اوکاوا تېر کال د ګینیس له خوا په نړۍ کې تر ټولو د ډېر عمر لرونکي انسان یو منښتلیک هم ترلاسه کړ.

د جاپان اوساکا ښار کې د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر مېرمنې په تېرې چارشنبې خپله ۱۱۶ کلیزه ولمانځله.

میساو اوکاوا ته د اوساکا ښاروال تاکیهیرو اوګورا هم ورغلی و.

د زوکړې په دې خاص محفل کې ښاروال هغې ته د ګلانو ګېډۍ ورکړه.

میساوا اوکاوا د یوه خبریال پوښتنې ته د هغې د زوکړې د ورځې په اړه په ځواب کې وویل ''دا ډېر اوږد وخت دی''.

د بوډاګانو د پالنې مرکز میساو ته یو ځانګړی کېک جوړ کړی و، چې ۱۱۶ شمېره هم په کې لیکل شوې وه.

د دغه مرکز یوه کارکوونکي وویل: ''میساوا روغه ده، بلکې وزن یې هم په ډېرېدو دی''.

''هغه سوچي خوري، همدا یې غوره خواړه دي، همداشان د غوایه غوښه یې هم خوښېږي، اش هم خوړلی شي''.

هغه وايي چې د اوږده عمر راز په خوندورو خوړو او هوساینه کې نغښتی دی.

اوکاوا تېر کال د ګینیس له خوا په نړۍ کې تر ټولو د ډېر عمر لرونکي انسان یو منښتلیک هم ترلاسه کړ.

هغه د ۱۸۹۸ کال د مارچ پر پنځمه زیږېدلی، او په ۱۹۱۹ کال یې واده کړی دی.

درې اولاده، څلور لمسیان او شپږ کړوسیان لري.

د جاپان څلورمه برخه وګړي، چې شمېر یې ۱۲۸ میلیون ته رسېږي، تر ۶۵ د ډېر کلونو عمرونه لري.

ورته مطالب