مالیزیايي مساپر وړونکې الوتکه ورکه شوې

د انځور حقوق ap
Image caption الوتکه کې نژدې ۲۳۰ مساپر سپاره وو.

د مالیزیا هوايي چلند ویلي، چې له یوې الوتکې سره یې اړیکه پرې شوې ده، چې ۲۳۹ کسان په کې سپاره وو.

الوتکې له کولالامپور څخه الوتنه کړې او دوه ساعته وروسته تري تم شوې ده.

دغه الوتکه بیجینګ ته روانه وه.

د شنبې پر ورځ د مالیزیا د هوايي چلند اجرایوي مشر احمد جوهري یحیی خبریالانو ته وویل، د هوايي چلند شرکت هڅه کوي، چې د الوتکې په اړه معلومات ومومي، رپوټونه وايي چې الوتکه د چین په جنوبي ننمېنګ هوايي ډګر کې کوزه شوې ده.

دی وايي، چې شرکت یې "په ژوره توګه خواشینی" دی.

'د ویتنام حریم کې ورکه'

نوموړی وايي چې په مساپرو کې د ۱۴ هېوادونو وګړي دي.

په ورکو شویو مساپرو کې ۱۵۲ یې چینایان، ۳۸ مالیزیایان، ۱۲ اندونیزیایان او اوه استرالیایان دي.

ښاغلي یحیی وویل، د الوتکې پیلوټ ۵۳ کلن کپتان زهاري احمد شاه و، چې په ۱۹۸۱ کال کې یې د مالیزیا هوايي چلند کې کار پیل کړی.

د چین خبري اژانس شینخوا ویلي، چې الوتکه د ویتنام په هوايي حریم کې تري تم شوې ده.

چین وايي، چې الوتکه هغې سیمې ته نه ده ننوتې، چې د چین تر کنټرول لاندې ده او نه یې هم له چینايي کنټرولوونکو سره اړیکه نیولې ده.

د چین هوايي ډګر په ترمینال کې د بي بي سي جان سډورت وايي، پر هوايي ډګر د الوتنو مهالوېش کې دغه الوتکه تر خپل ټاکل شوي وخت ډېره وروسته شوې ده.

د مالیزیا د هوايي چلند مرستیال مشر فواد شروجي سي این این خبري اژانس ته ویلي، چې الوتکې په ۳۴،۰۰۰ فوټه ارتفاع (۱۰۷۰۰ مترو) کې الوتنه کوله او پیلوټ هم د کومې ستونزې خبر نه دی ورکړی.

دغه بوینګ مساپر وړوکې بي ۷۷۷ ډوله الوتکې د ۲۲۷ او ۲۰۰ ترمنځ مساپر لېږدول، چې دوه په کې ماشومان دي.

د الوتکې عمله کې ۱۲ کسان هم دي.

د مالیزیا هوايي چلند ویلي، له الوتکې سره یې اړیکه پر ځايي وخت ۲: ۴۰ دقیقې غوڅه شوه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بیجینګ نړیوال هوايي ډګر کې د الوتکې د ورکو شویو مساپرو خپلوان په اندېښنه کې دي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د مالیزیا هوايي چلند ملکي کورنۍ الوتنې کوي، چې په اسیا کې تر ټولو لوی هوايي شرکت دی.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د مساپرو خپلوان د کولالامپور پر هوايي ډګر د خپلوانو په اړه معلوماتو ته انتظار باسي

ورته مطالب