هېګ: د روسیې محاسبه ناسمه وه

Image caption ویلیم هېګ وایي بي بي سي ته وویل، روسیې د کریمیا په اړه ناسمه محاسبه کړې ده

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ وایي روسیې کریمیا ته په پوځي یرغل ناسمه محاسبه کړې وه او له سختو اقتصادي بندیزونو سره به مخ شي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، که د روسیې او اوکراین ترمنځ ديپلوماتیکې هلې ځلې ناکامې شي، نو روسیه به له سختو اقتصادي بندیزونو سره مخ شي.

ښاغلي هېګ مسکو ته خبرداری ورکړ، اروپایي تګلارې کولی شي په اروپا کې د روسیې اغېز کم کړي.

د ویلیم هېګ څرګندونې تر هغه وروسته راځي چې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین او د برتانیا لومړي وزیر دېوېد کامېرون په تلفون کې پر کړکیچ خبرې سره وکړې.

د برتانیا د لومړي وزیر دفتر (ډونیېنګ سټریټ) وایي، ولسشمر پوتین وویل باثباته اوکراین زموږ د ټولو په ګټه دی.

د برتانيا د لومړي وزیر ویاند وویل، دېوېد کامېرون په څرګنده له امریکایی او اروپایي ملګرو غواړي چې له روسیې سره په ګډه کار وکړي چې د کریمیا په ګډون د اوکراین حالاتو حل ته دیپلوماتیکې او سیاسي لارې وموندل شي.

کرملین ویلي، دواړو مشرانو په دې خبرې وکړې چې څنګه نړیواله ټولنه د اوکراین د حالاتو ثبات ته مناسبې لارې چارې ولټوي.

وړاندې د برتانیې حکومت مخالف کارګر ګوند د بهرنیو چارو وزیر دوګلاس الکساندر د روسیې پرضد د احتمالي ګامونو د اخیستلو وړانديز وکړ.

Image caption اوکراین پلوي او روسي پلوي په لاریون کې له یو بل سره مخامخ شول.

بل لور ته د اوکراین په لرو بر کې د اوکراین پلوو او روسي پلوو له خوا لاریونونه وشول.

زرګونه لاریونیان په داسې مهال کې د کریمیا کوڅو ته را وتلي وو چې مسکو پر دغه ټاپو خپل واک ټينګولو ته دوام ورکوي.

امريکا متحده ايالاتونو روسيې ته خبردارى ورکړى چې له خپلې خاورې سره د کريميا په تړلو سره به د ډېپلوماسۍ ټولې لارې وتړي.

د خپل روسي سيال سيرگې لاوروف سره تيليفوني خبرو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري وويل کريميا د اوکرايين د خاورې برخه ده او ماسکو بايد د پوځي کړکېچ مخنيوى وکړي.

په همدې حال کې ولسمشر اوباما د اوکرايين پر کړکيچ د نړۍ له مشرانو او په دې ډله کې د بريتانيا د لومړي وزير ډېويډ کاميرون او د فرانسي له ولسمشر فرانسوا اولاند سره خبرې کړي دي.

ولسمشر اولاند خبردارى ورکړى چې که روسيه له کريميا څخه خپل پوځونه په شا نه کړي نو پرضد به يې نوي گامونه اوچت شي.

خو داچي دا به څه ډول گامونه وي په دې اړه يې څه نه دي ويلي.

د اروپايي کميسيون مشر خوزي مانويل باروسو ويلي دي روسيه بايد له دې ونه وېرېږي چې اوکرايين غواړي چې له اروپايي اتحاديي سره نژدې شي او نه يې بايد د خاورې کومه برخه لاندې کړي.

ښاغلي باروسو وويل دا د منلو وړه نه ده چې روسيه دې کريميا له خپلې خاورې سره يوځاى کړي .

ورته مطالب