''سوري حکومت 'لوږه' د وسلې په توګه کاروي''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د يرموک په پنډغالي کې خورا زيات کسان د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په کتارونو کې ولاړ دي

د بښنې نړیوال سازمان وایي، په سوریه کې د بشار الاسد د دولتي ځواکونو له لوري د ولسي وګړو وږي کول او له قحطۍ سره مخامخ کول د وسلې په توګه کاروي.

د بشري حقونو دا ملاتړې ډله وايي لږترلږه ۱۲۸وګړو د دمشق د یرموک په پنډغالي کې د لوږې له امله ساه ورکړې ده.

د دې سازمان په وینا زرګونه کسان لا تراوسه هم په دې بحران او غميزې کې ښکېل دي.

د بښنې نړیوال سازمان وایي، ګورنۍ مجبوره شوې، چې د خوراکې توکو د پيدا کولو لپاره واټونو ته راووځي او د انفرادي ډزو کوونکو له ډزو سره يې خپل ژوند له مرګ سره مخامخ کړی دی.

د اوونۍ په سر کې د یرموک د پنډغالي/ کمپ په څنډو کې د نويو نښتو راپورونه ورکړای شوي وو.

د یرموک پنډغالی چې ویل کیږي له ۱۷زره نه تر۲۰زره پورې فلسطیني او سوري وګړي په کې دي، په مرکز کې د ناوړه حالاتو شاهدان دي.

شاوخوا یو کال کیږی چې یرموک برېښنا نه لري او زیاتره روغتونونه يې آن د ساده روغتيايي توکو د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

په منځني ختېځ کې د بښنې نړيوال سازمان مشر فیلیپ لوتر وايي د جنګې وسلې په توګه د بشار الاسد ځواکونه ملکيانو ته د لوږې په ورکولو سره په جنګي جرمونو مرتکب شوي دي.

د ده په وینا: ''د کورنيو ډاروونکې کيسې چې د سپيو او پيشوګانو خوړلو ته يې مخه کړې او ملکيان چې د خوراکې توکو په لټه کې د ویشتوونکو له خوا په نښه شوي، د يرموک په تکراري کيسو بدل شوي دي''. خوارځواکي

ښاغلي لوتر د یرموک محاصره ولسی وګړو ته په ''ډله ييزه توګه سزا ورکول'' بللې او د سوريې له دولت نه يې غوښتنه کړې چې مرسته رسوونکو سازمانونو ته اجازه ورکړي دې پنډغالي ته لاسرسی ولري.

د یرموک اوسیدونکو د بښنې نړیوال سازمان ته ویلي، څو میاشتي کیږي چې میوه او ترکاري يې نه ده خوړلې او ویل کیږي چې ۶۰٪ وګړي په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

Image caption په دغه پنډغالي لا هم شاوخوا ۲۰زره کسان ايسار پاتې دي، چې له خوارځواکۍ سره مخامخ دي

دا پنډغالی په لومړیو کې د هغو فلسطینیانو لپاره چې د عربو او اسرائیلو له جنګونو څخه تیښتیدلي وو، د اوسیدو ځای ټاکل شوی و، خو د ۲۰۱۲ کال په وروستيو کې چې کله د ولسمشر اسد مخالفې ډلې دېته ورغلې تر درنو بريدونو لاندې راغی.

زیاتره هغه ۱۸۰ زره فلسطیني چې په یرموک کې يې ژوند کاوه، سوریې ته تښتیدلي وو، خو د تیر کال له اوړي راهيسې چې د بشار الاسد ځواکونو دا پنډغالی محاصره کړی، ۲۰ زره تنه په کې ايسار شوي دي.

تیره میاشت د ملګرو ملتونو سازمان امنيت شورا یو پریکړه لیک صادر کړ، او په هغه کې یې په سوریه کې له ټولو ښکېلو خواو وغوښتل چې کلابندي ماته کړي، خو له هغه وخته تر اوسه په یرموک کې د ولسي وګړو په وضعیت کې هیڅ کوم بدلون نه دی راغلی.

د ملګرو ملتونو سازمان وکولی شول چې ځينې مرستندويه توکي دې پنډغالي/ کمپ ته ورسوي، خو له هغه راهيسې چې د مخالفانو او د حکومت د ملاتړو فلسطينيانو ترمنځ اوربند مات شوی، دا مرستې په ټپه درېدلي دي.

ورته مطالب