اوباما د اوکراين لومړی وزير واشنګټن ته غوښتی

د انځور حقوق Reuters
Image caption ارسينې يڅينيوک د مظاهره چيانو په تنظيمولو کې مهم رول لوبولی دی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اوکراین لومړي وزیر ارسیني یاڅینیوک ته بلنه ورکړې، چې په دغه هېواد کې د روان کړکېچ پر سر خبرو لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي، د چارشنبې په ورځ به په یوې ناستې کې د اوکراین په کریمیا سیمې کې د روسیې د پوځي مداخلې په اړه د یوې سوله ییزې حل لارې پر سر خبرې اترې وشي.

خبریالان وايي، دغه بلنه د کیف له لنډمهالي حکومت سره د امریکا د ملاتړ یوه مهمه څرګندونه ده.

له دې سره په څنګ کې نړیواله ټولنه پر مسکو خپل ډېپلوماتیک فشار روان ساتي.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي، چې دا په کرېمیا کې راروانه ټولپوښتنه ناقانونه بولي. دغه ټولپوښتنه له روسیې سره د یو ځای کېدو په اړه تر سره کېږي.

وړاندې تر دې امريکا روسيې ته خبرداری ورکړی، چې د کريميا پر لوري هر ډول پوځي خوځښت به د دپلوماسۍ دروزاې بندې کړي.

د بهرنيو چارو وزير جان کېري خپل روسي سيال سرګي لاورف ته په ټيليفوني خبرو کې ويلي، چې کريميا د اوکراين برخه ده او مسکو بايد د هر ډول پوځي خوځښت نه ډډه وکړي.

خو د امريکايي او اروپايي مشرانو د غوښتنو او هیلو خلاف په کريميا کې بل څه تېرېږي او د روسانو دريځونه لا پياوړي کېږي.

سرګي اکسونوف چې ځان يې د کريميا د لومړي وزير په توګه نومولی د روسي پلوه ځاني دفاع داوطلبانو د لوړې مراسم پر ځای کړل چې د کرايميا نوی پوځ جوړوي.

دغه مراسم د سېمفروپېل په ښار کې ترسره شول او داوطلبانو د خپل نوي مشر پر وړاندې لوړه وکړه.

له مراسمو وروسته ښاغلي اکسونوف وويل کريميا کې ټول ځواکونه بايد تر نوې قومندې لاندې راشي او هغه چې يو ځای کېدل نه غواړي کولای شي خپلو کورونو ته ولاړ شي:

''ټولې هغه پوځي اډې چې د کرايميا په کورواک جمهوريت کې پرتې دي د کرايميا په جمهوريت پورې تړلې دي. هغه پوځي جزتامونه چې د حکومت اطاعت نه کوي او قانوي واک يې په رسميت نه پېژني بايد په ارام ډول بې وسلې شي او استعفا وړاندې کړي او خپلو کورونو ته ولاړ شي. او هغه چې غواړي د کرايميا په کورواک پوځ کې کار وکړي غوښتنليکونه دې وسپاري او موږ چمتو يو چې دغه غوښتنليکونه ومنو''.

د کريميا د بېلول وروسته له هغه پيل شول، چې اروپايي پلوو مظاهره چيانو په پلازمېنه کيف کې ویکتور ينکووېچ له واکه لرې کړی او اوس يې لنډمهالی حکومت پر ځای کار کوي.

روسيه موقت حکومت په رسميت نه پېژني.

ورته مطالب