انټرپول: د مالیزیا د ورکې شوې الوتکې پېښه ترهګریزه نه وه

د انځور حقوق Kepolisian Malaysia
Image caption انټرپول او مالیزیايي چارواکي وايي دوه تنه چې له ایرانه په قانوني اسنادو راغلي وو په مالیزیا کې په غلا شویو پاسپورټونو ورکې شوې الوتکې ته ختلي وو.

نړیوالو پولیسو انټرپول او مالیزیايي چارواکو د هغو دوو کسانو په اړه جزییات په ډاګه کړي چې په غلا شویو پاسپورټونو هغې الوتکې ته ختلي وو چې له کولالمپور نه بیجنګ ته روانه وه او پر لاره ورکه شوه.

انټرپول وايي دا دواړه کسان ایرانیان دي.

د چارواکو وینا ده چې دغه دوه کسان مالیزیا ته په ایراني پاسپورټونو راغلي وو او له هغه ځایه په غلا شویو پاسپورټونو اولوتکې ته ختلي وو.

دوی وايي دغو ایرانیانو د جرمونو کومه مخینه نه لرله او یوه یې غوښتل چې جرمني ته لاړ شي.

د انټرپول مشر رونالډ نوبل وویل له دې معلوماتو څرګندېږي چې د الوتکې ورکېدل ترهګریزه پېښه نه وه.

په همدې حال کې د مالیزیايۍ مساپر وړونکې الوتکې پسې لټون پراخ شوی چې د تېرې شنبې له ورځې راهیسې له ۲۳۹ سپرلیو سره ورکه ده.

چارواکي وايي کېدای شي الوتکه له الوتنې څو شیبې وروسته بیرته ستنه شوې وي ځکه یې اوس پر ځمکه لټه کوي.

د مالیزیا هوايي ځواک وايي پوځي رادار ښوولې چې دغې الوتکې له ورکېدو دمخه لوېدیځ خوا ته مخه کړې وه.

د لټې چارې وروسته له هغه نورې هم پراخې کړای شوې چې له ۹ هېوادونو نه بیړۍ او الوتکې ونه توانېدې چې ورکه شوې الوتکه پیدا کړي.

د لټې په دې عملیاتو کې ۴۰ بیړۍ او ۳۴ الوتکې وکارول شوې.

اوس له استرالیا، چین، تایلنډ، اندونیزیا، سینګاپور، ویتنام، فیلپین، نوي زیلاند او امریکا نه د لټې ټيمونه د الوتکې په لټون کې مرسته کوي.

ورته مطالب