د نړۍ ۲۱ ميليونه وګړي د غلامۍ په څېر ژوند کوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ويل کېږي، چې يوازې په امريکا کې ۶۰۰۰۰ کسان مريتوب کوي

د کرابین هیوادونه له اروپايي هیوادونو د مریانو د سوادګرۍ تاوان غواړي، خو ایا اوس په ۲۱مه پيړۍ کې مريتوب یا غلامي شته؟

د مريتوب کارپوهان وايي، د نړۍ په هیڅ ګوټ کې به هغسې مریان ونه موندل شي چې دوی به پلورل کیدل، وهل کیدل او یا هم د ملکیت یا جایداد په سترګه ورته کتل کیدل.

خو د کار نړیواله اداره وايي د نړۍ په ځینو هیوادو نو کې په زور او جبر پر يو چار کار کول هم د مريتوب یو ډول دی.

په داسی حال کې چې په نړۍ کې د انسانانو تړل، وهل او خرڅول د انسانانو د شخصي دارايي په توګه غیر قانوني بلل کیږي او د تصور وړ نه ده خو اوس هم ډېر انسانان د جبري مریتوب ښکار ګرځي.

هغه کار یا خدمت چې د وګړو په ګواښلو یا جریمه کولو او پرته د دوی د رضایت نه تر سره شي مریتوب یا غلامي ګڼل کیږي.

د کارګرانو د نړیوال دفتر د احصایې پر بنسټ داسې اټکل کیږي چې اوس هم په نړۍ کې ۲۰ اعشاريه ۹ میلیونه انسانان د مریانو په څیر ژوند کوي چې په اسیايي هیوادونو کې يې کچه تر نورو هیوادونو لوړه ده او ۱۱،۷ میلیونو ته رسیږي.

په نړۍ کې د جبري غلامي په اړه یوه بله احصایه بیا دا شمیره نوره هم لوړه ښي.

د غلامۍ نړیوال نوملړ دا شمیره ۲۹،۸ میلیونه بولي، چې وايي، نیمایې په هند کې شتون لري.

پروفیسور کیون بالس چې دا نوملړ يې خپور کړی وايي، ډېرې ځوانې ښځې او هلکان د جنسي سوداګري لپاره قاچاق کیږي.

نوموړی زیاتوي چې د قالینو په اوبدلو او د کانونو د کیندلو په شان کارونو کې هم خلک د مریانو په ډول استعمالیږي.

د مريتوب یو ډېرعام ډول د پور په بدل کې د غلامانو ساتل دي.

په دې غلامي کې هغه کس چې پوروړی وي ځان او خپله کورنۍ د هغه چا نوکر بولي چې پور یې تر اخیستې وياو دا د نوکرۍ سلسله تر هغه دوام کوي چې دا قرض یا پور خلاص شي.

په دې لست کې ۱۶۲هیوادنه شامل دي چې هند، چین، پاکستان او نايجریا د ډېرو غلامانو لرلو سره د نوملړ په سر کې راځي دا سې اټکل کیږي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې ۶۰۰۰۰ غلامان شته چې اکثره یې هغه کسان دي چې موقتي ویزې لري.

په برتانيا کې چې پارلمان يې د غلامۍ ضد د قانون د تصویب په حال کې دی څه د پاسه ۴۰۰زره انسانان د غلامۍ په حال کې ژوند کوي.

د غلامۍ نړیوال لست او د کارګرانو نړیوال دفتر په خپلو احصایو کې له داسې معلوماتو کار اخلي چې حکومتي ارقام وي او یا هم هغه تحقیقات او راپورونه وي چې د نادولتي ادارو له خوا خپاره شوي وي.

خو کیبن بالس وايي د دې معلوماتو یوه بله مهمه سرچينه هغه سروې ګانې دې چې تحقیق کوونکي د معلوماتو د را ټولو لپاره له داسې خلکو سره چې د غلامۍ په حال کې ژوند کوي او له دوی سره مخامخ مرکې کوي.

اوس مهال لږترلږه د ۱۰هیوادونو په اړه داسی سروې ګانې شوې دي چې بیا دا شمیرې د هغو هیوادونو د تخمیني شمیرو لپاره استعمالیږي چیرته چې سروې نه وي شوي.

ورته مطالب