اسرائیلي الوتکو د غزې لسګونه ځایونه په نښه کړي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption النقب سیمه کې له غزې د ویشتل شویو توغندیو له وېرې وګړي سرپناه لټوي.

ملګرو ملتونو د غزې او اسرائيلو ترمنځ د ترینګلتیا ډېرېدو له کبله د سیمې د بې ثباتۍ خبرداری ورکړی.

د اسرائيلو پوځ ویلي، چې د غزې ۲۹ هدفونه یې په نښه کړي دي، خو ادعا یې دا ده چې دغه بریدونه یې پر "ترهګریزو ځایونو" کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو پر اسرائيلو د غزنې له لوري د ادعا شویو توغول شویو توغندیو غندنه کړې ده، چې وايي اسرائیلو له مجبوریته غبرګون ښودلی.

ملګرو ملتونو ویلي، چې دواړې غاړې باید له زغم کار واخلي.

په غزه کې د بي بي سي خبریال وايي، تر ډېره اسرائیلو د القدس جنګیالیو د تمرین ځایونه په نخښه کړي دي.

دغه ډله د اسلامي جهاد د حرکت پوځي څانګه ده، چې له حماس ډلې سره تړاو لري.

اسرائیل وايي، د تېرې چارشنبې پر ورځ پر اسرائیلي خاورې ۴۱ توغندي ویشتل شوي، چې پنځو یې د استوګنې ځایونه په نښه کړي.

د خپل ځان د دفاع حق

د القدس جنګیالیو وړاندې ویلي وو، غزې ته څېرمه د اسرائیلو پر ځینو مېنو او ښارونو یې ۱۳۰ توغندي ویشتلي دي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند بیرت لیرنر ویلي "غبرګون دقیق او محدود و، هغه بنسټیز ځایونه مو په نښه کړل، چې ترهګر ګټه ترې اخلي او له هماغه ځایه بریدونه کوي".

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جنیفر ساکي ویلي، واشنګټن له غزې پر اسرائیلو بریدونه په سختو ټکو غندي.

سرچینه وايي، د دغو ترهګریزو بریدونو لپاره هېڅ توجیه نه شته.

هغه وايي چې اسرائیل هم د نورو هېوادونو په څېر له خپل ځانه د دفاع کولو حق لري.

د القدس جنګیالیو بیا ویلي، چې د توغندیو دغه بریدونه "د اسرائیلي برید په غبرګون کې شوي دي".

له القدس راډیو سره، چې د همدې ډلې ده، د القدس جنګیالیو ویاند ویلي، چې اسرائیلي پوځ په تېره سې شنبې ددغې ډلې درې غړي وژلي دي.

ویاند پر اسرائیلو توغنديز بریدونه "د چوپتیا ماتول" بللي، او ټینګار یې دا دی چې دغه بریدونه به "د اسرائیلي بریدونو تر ختمېدا دوام ومومي".

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون له غزې توغندیز بریدونه غندلي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption فلسطینی ماشوم له القدس جنګیالیو سره یوځای د اسرائیلو برید کې د یوه وژل شوي غړي جنازه کې ګډون کوي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اسرائیلو امنیتي کسان سیدروت کې د لګېدلي توغندي څرک لګوي.

ورته مطالب