د نړۍ پارلمانونو کې د ښځو ونډه لوړه شوې

د انځور حقوق
Image caption په اروپايي او افریقايي پارلمانونو کې د ښځو د ګډون ونډه (۲۲.۵ سلنه او ۲۴.۶ سلنه) لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په ملتیا، د نړیوالو پارلمانونو د ټولنې له خوا یوې سروې ښوولې، چې د نړۍ پارلمانونو کې د مېرمنو د ګډون ونډه ۱.۵ سلنه پواینټه لوړه شوې ده.

دغه شمېره د ۱۹۹۵ کال په پرتله، پارلمانونو ته د مېرمنو د ورتګ ۲۱.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

خو د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو یوه چارواکي جان هیندرا ویلي، ددغې معادلې پربنسټ، پارلمانونو کې د نارینه وو او ښځینه د شمېر برابرښت شاید څو لسیزې وخت ونیسي.

دی پر دې اند دی چې په سیاسي چارو او ګوندونو کې د ښځو د شمېر ډېرېدل، د مېرمنو ملاتړ، او د قوي ښځینه خوځښتونو پیاوړي کول هغه لوی عوامل دي، چې پارلمانونو کې د ښځو د ونډې ډېرېدو ته لاره هواروي.

هیندرا خبریالانو ته دا هم ویلي، چې په سیاسي مشارکت کې د دواړو جنسونو برابرښت په ټاکنو کې د مساوي هڅو او ملاتړ اړتیا غواړي.

سرچینه وايي، چې په ځینو ټولنو کې مېرمنو ته په ټيټ نظر کتل کېږي، او د ځینو کلتورونو له مخې ښځې په ډاډه زړه سیاست کې د شاملېدو زړه نه نیسي.

په څېړنه کې، راغلي چې په ۲۰۰۸ کال د نړۍ حکومتونو کې ښځو ۱۶.۱ سلنه ونډله لرله، چې دا شمېر اوس ایله ۱۷.۱ سلنې ته لوړ شوی دی.

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان ولسي جرګې له ټول ټال ۲۴۹ غړو یې ۶۹ ښځینه دي.

وايي چې د شمالي او لاتینې امریکا او افریقا کې په دولتونو کې لږترلږه یوه ښځینه وزیره شته، خو د لبنان، سعودي عربستان، پاکستان، برونای، سان مارینو، بوسنیا، سلیمان ټاپوګان او فانواتو په څېر حکومتونو کې هېڅ ښځینه وزیره نه شته.

د نړۍ په کچه د امریکا پارلمانونو کې تر نورو ډېرې ښځینه غړې دي، چې کچه یې ۲۵۲٪ ته رسېږي، خو خو په عربي نړۍ کې بیا تېر کال د پارلماني ښځو کچه له ۱۳.۲ سلنې څخه ۱۶ فیصده ته پورته شوې ده.

په اروپا او افریقا کې دغه کچه لږ څه (۲۲.۵ سلنه او ۲۴.۶ سلنه) لوړه شوې ده، خو په اسیا کې دغه شمېره ‍۱۸.۴ سلنه او په ارام سمندر کې ۱۶.۲ سلنه ده.

د افغانستان ولسي جرګې له ټول ټال ۲۴۹ غړو یې ۶۹ ښځینه دي.