روسیه د اوکرایین له پولې سره پوځي تمرینونه کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption اوکراییني چارواکي وايي له پولې سره نژدي د روسیې پوځي تمریونه له څو اړخونو نه د یرغل ګواښ دی.

روسیې د اوکرایین له پولې سره نژدي نوي پوځي تمرینونه پېل کړي چې په کې څه باندې اته زره پوځیان برخه لري.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې په دې تمرینونو کې راکټ او ټانک ضد وسلې هم کارول کېږي.

دا پوځي تمرینونه په داسې حال کې کېږي چې د راتلوونکې یکشنبې په ورځ له روسیې سره د کرېمیا د یوځای کېدو په اړه د ټول پوښتنې له امله ترنګلتیا ډېره شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري خبرداری ورکړی چې که دا ټول پوښتنه ترسره شي نو د روسیې پرضد به جدي ګامونه پورته شي.

دغه راز د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ هم ویلي چې ټول پوښتنه باید فسخه شي کنه نو د اروپايي اتحادیې له خوا به پر روسیې بندیزونه ډېر شي.

په پام کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ (د مارچ ۱۴مه) په لندن کې د روسیې له بهرنیو چارو زویر سرګي لاوروف سره د کرېمیا په اړه خبرې وکړي.

روسیې ویلي چې د اوکرایین له پولې سره نژدي په دریو سیمو کې پېل شوي پوځي تمرینونه به د مارچ د میاشتې تر پایه دوام وکړي.

اوکراییني چارواکو خبرداری ورکړی چې کېدای شي د دې پوځي تمرینونو له امله حالات ډېر ناوړه شي.

د اوکرایین د ملي امنیت مشر وویل دا د بېلا بېلو خواوو نه د یرغل کولو ګواښ دی.

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د روسیې د امنیت شورا غونډې ته ویلي "دا د اوکرایین خپل بحران و چې رامینځ ته شو زموږ تېروتنه نه وه خو موږ په کې په یو نه یو ډول ښکیل کړای شو."

نوموړي ویلي چې غواړي په اوکرایین، اروپا او امریکا کې له خپلو ملګرو سره د اړیکو د رغولو په اړه خبرې وکړي.

اخوا د ترنګلتیا د زیاتېدو د یوې نښې په توګه بلاروسیې چې د مسکو متحده ده غوښتنه کړې چې روسیه دې پر پولو د خپلو پوځیانو، پوځي موټرو او جنګي الوتکو شمېر ډېر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو هم په ګاونډیو هېوادونو کې خپل ځواکونه ډېر کړي دي.

په پام کې ده چې د راتلوونکې دوشنبې په ورځ د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په برسلز کې پر روسیې د احتمالي بندیزونو په اړه خبرې وکړي.

ورته مطالب