د جين بدلولو له لارې د رغول شويو بوټيو ټکنالوژي

د انځور حقوق REUTERS
Image caption اروپا ډېر کم په جین کې د بدلون له لارې بوټي تولیدوي

په جین کې د بدلون له لارې د رغول شویو بوټو ټکنالوژي د ډېرو له مخالفت سره مخامخ ده.

د اروپایې ټولنې د خپلمنځيو مخالفتونو له وجې د دغې ټکنالوژۍ بشپړ تصویب او کارونه له ځنډول شوې ده.

خو د اروپا د ساینس لپاره ځانګړې بودیجه تر ډېره د برتانیا له لوري په ترسره شویو پلټنو مصرفېږي.

اروپا ډېر کم په جین کې د بدلون له لارې بوټي تولیدوي، خو د حیواناتو لپاره وارد شوي ډېری خوراکي توکي یې په جین کې د بدلون له لارې رغېدلي وي.

ځینې ارواپایي هېوادونو د امریکا د سترو کرنيزو ادارو له لوري په جین کې د بدلون له لارې تولید شویو بوټو پلور او سوداګرۍ سره مخالفت ښوولی دی.

خو دا هم باید په ډاګه شي چې دا د امریکایې ساینسي ادارو د تېرو دوو لسیزو پرمختګ دی چې د دغې ټکنالوژۍ له لارې د تولید شویو بوټو او خوراکي توکیو کارول یې خوندي ګڼلي دي.

که څه هم په برتانیا کې ساینس پوهانو له لومړي وزیره دا غوښتنه کړې چې د دغې ټکنالوژۍ په وده او پراختیا کې مرسته وکړي، خو مهم اولوی بازارونه بیا په جین کې د بدلون له لارې تولید شویو بوټو له زېرمه کولو په دې پلمه ډډه کوي چې ګواکې پېرېدونکي به ونه لري.

فرانسه او جرمني دوه هغه هېوادونه دي چې په جین کې د بدلون له لارې رغول شویو بوټو او خوراکي توکیو د سوداګرۍ او کارونې کلک مخالفت کوي.

دليل یې دا ښایې چې د جي ایم تکنالوژۍ په کارولو چې کوم بوټي جوړېږي استعمال یې خطرناک او غیرصحي دی.

د اروپایې ټولنې د مقرراتو له مخې په ارواپایې هېوادنو کې یوازې غنم او کچالو په جین کې د بدلون له لارې رغېدلای شي او سوداګري یې هم ازاده ده.

Image caption ځينې ساينسپوهان وايي په جین کې د بدلون له لارې د تولید شویو توکو کارول خوندي دي

د بلجیم په مرکز برسلز کې د ارواپایي هېوادونو وزیران راټول شوي چې یوې موافقې ته سره ورسېږي.

د چاپېریال ساتنې منشي د دغې ټکنالوژۍ ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې په جین کې د بدلون ټکنالوژي به په راتلونکي کې ډېرو پرمختګونو ته لار هواره کړي.

د بریتانیا لومړي وزیر ډیوېډ کامرون د ساینس او ټکنالوژۍ پرمختیایې ادارې (سي – ایس – ټي) غوښتي چې د جي – ایم ټکنالوژۍ په برخه کې د نویو پرمختګونواو پرتولید یې د اروپایې ټولنې د بندیزونو په اړه راپور ورکړي.

د برتانیا ساینس او ټکنالوژۍ پرمختیایې اداره وایې چې په جین کې د بدلون له لارې د تولید شویو توکو کارول خوندي دي، او برتانیا باید په دغه برخه کې پرمختګونو ته لار هواره کړي.

ورته مطالب