د هند سمندر کې د ورکې الوتکې لټون روان دی

د انځور حقوق AP
Image caption دغه الوتکه له تېرو اوو ورځو راهيسې له ۲۳۹ سپرليو سره ورکه ده

له مالیزیا سره د لادرکې شوې الوتکې په موندلو کې مرسته کوونکي امریکايي چارواکي وايي د نویو معلوماتو له مخې د پلټنې عملیات لویدیځ لور ته په هند سمندر کې متمرکز شوي دي.

د امریکايي رسنیو په راپورونو کې ویل شوي کېدای شي لادرکه شوې الوتکې د ورکیدو څو ساعته وروسته هم سپوږمکیو ته معلومات استولي وي.

دغه الوتکه چې د عملې په ګدون ۲۳۹ کسه په کې سپاره وو، د ماليزيا له کوالالامپورنه بیجنګ ته پر لاره وه چې د رادار له څپو ورکه شوه.

د امریکا سمندري ځواکونه، یوه بیړۍ چې چورلکې هم لیږدوي په هند سمندر کې د پلټنو لپاره نوې سیمې ته استوي.

امریکايي چارواکو اې بي سي تلویزیوني چینل ته ویلي په لادرکه شوې الوتکه کې د اړیکو دوو سیستمونو په بېلابیلو وختونو کې معلومات نه دي استولي.

دوی وايي دا په دې معنی ده چې د کوم ناڅاپي ناورین د رامنځته کیدو امکان نه دی رامنځته شوی.

په دغه الوتکه پسې چې نن يې د ورکېدو اوومه ده د لسو هېوادونو لسګونه بېړۍ او څرخي الوتکې ګرځي، خو لا يې هم څرک نه دی لګېدلی.

تر دې وړاندې دوه ځله د الوتکې د ټوټو د موندلو په اړه چې ښايي د همدې الوتکې به وي، راپورونه خپاره شول، خو وروسته ناسم وختل.

چين چې د دغې الوتکې تر نيمايي زياته سپرلۍ يې خپل وګړي دي، پر ماليزيا د الوتکې د څرک لګولو د هڅو د پراخولو غږ کړی دی.

پخپله چين هم ويلي تر هغه به پلټنو ته دوام ورکړي، چې د موندلو لږ هيلې يې هم موجودې وي.

ورته مطالب