د اوکرايين پرکړکېچ د روسيې او امريکا خبرې نتيجه نه لرله

د انځور حقوق AP

د اوکرايين پر سرد روسيې او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو خبرې په لندن کې بې ښکاره نتيجې پايته ورسېدې.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگې لاوروف وويل چې د مسکو او واشنگټن نظرونه سره هېڅ ورته نه دي، که څه هم د لندن کتنه يې رغوونکې وبلله.

ښاغلي لاوروف وويل مسکو به په کرېميا کې د سبانۍ ټولپوښتنې نتيجو ته درناوى وکړي چې موضوع يې له روسيې سره يو ځاى کېدل دي. هغه وويل ستونزه د امنيت نشتوالى دى

هېڅ ګام نه

"موږ له خپلې خوانه پر دې خپله ژوره اندېښنه ښودلې چې د امن او نظم د ټينگښت له پاره هېڅ وړ گامونه پورته نشول. يو گام هم، يو اغېزمن گام هم پورته نشو چې د افراطيونو د هغو اقداماتو مخه ونيسي چې د وسله والې لمسونې په گډون پارونو او تاوتريخوالي ته لمن وهي، بريدونه کوي او غواړي پر هغه څه چې په هېواد کې روان دي، خپل اغېز پرېباسي."

د شاتنۍ دروازې له لارې

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په خپل وار د روسيې له خوا د اوکرايين پولې او کرېميا ته د عسکرو په استولو ژوره اندېښنه څرگنده کړه.

جان کېري دغه راز په کرېميا کې له روسيې سره د يو ځاى کېدو سبانۍ ټولپوښتنه هم رد کړه او گواښنه يې وکړه چې که د روسيې پارلمان يې په رسميت وپېژني نو د کړکېچ د غوڅولو له پاره به د خبرو مخه ونيول شي

"زموږ باور دادى چې د روسيې د پارلمان له خوا د دغې ټولپوښتنې تصويب به د شاتنۍ دروازې له لارې په ځان پورې د کرېميا د تړلو مانا ولري چې له نړيوالو قوانينو سره سمون نه خوري.

او چې رېښتيا ووايو دا به د ټولو هغو مشروعو هڅو پر مخ يو گوزار وي چې د روسيې او نورو د راښکېلولو له پاره ترسره کېږي .

ددغو هڅو موخه ددې ټکي په ډاگه کول دي چې د کرېميايي وگړو د گټو خونديتوب، د روسيې د گټو خونديتوب او د اوکرايين د يووالي او ځمکنۍ بشپړتيا ساتل په نورو لارو تر لاسه کېدلى شي."

روسيه د کريميا د خلکو رايو ته درناوى کوي

د دواړو وزيرانو خبرې شپږ ساعته اوږدې شوې. تر پايته رسېدو وروسته يې ښاغلي لاوروف وويل چې روسيه د اوکرايين جنوب ختځيو سيمو ته د پوځيانو د استولو هوډ نه لري، او په کرېميا کې به هم د ولس د رايو درناوى وکړي.

جان کېري هم خبرې رسا او رڼې وبللي او په اوکرايين کې يې د روسيې د مشروع گټو پر ارزښت ټينگار وکړ، خو گواښنه يې وکړه چې که دروسيې په اقداماتو سره کړکېچ ډېرشي او يا د اوکرايين ولس له گواښ سره مخامخ شي، نو غبرگون ورته لا پراخ وي او بيه به يې هم پرې کېدل غواړي.

ورته مطالب