روسیه او امریکا پر اوکرایني کړکېچ غږېږي

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلی کېري وایي په کریمیا کې د روسیې پوځي لاسوهنه دا امریکا او اروپایي ټولنې له لوري پر روسیې بندیزونو ته لاره هوارولی شي

په لندن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګی لاوروف د اوکراین په اړه خبرې اترې سره کوي.

تمه ده چې ښاغلی کېري به ښاغلي لاوروف ته په کریمیا کې د یکشنبې(مارچ ۱۶مې) د ټولپوښتنې او پر کریمیا د روسیې د پوځي لاس وهنې په اړه خبر داری ورکړي.

ښاغلی کېري به د دې یادونه هم وکړي چې دا امریکا او اروپایي ټولنې له لوري پر روسیې بندیزونو ته لاره هوارولی شي.

نوموړي خبرداری ورکړ، که روسیه دا سیمه په ځان پورې وتړي، نو پر ضد به یې سخت ګامونه واخیستل شي.

روسیې د پنجشنبې په ورځ ( مارچ ۱۳مه) د ملګري ملتونو امنیت شورا کې ټينګار وکړ چې له اوکراين سره جګړه نه غواړي.

د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي چورکین د کریمیا له حقه دفاع وکړه.

په دغه ناسته کې ارسني يتڅينيوک روسي استازو ته په خطاب کې وويل، چې اوکراين د روسيې د ''تيري'' قرباني شوی دی.

ښاغلي يتڅينيوک چې د ملګرو ملتو منشور يې په لاس کې نيولی و، ويتالي چورکين ته په خطاب کې وويل، مسکور د ملګرو ملتو له منشور او څو نورو نړیوالو ميثاقونو ''سرغړونه'' کړې ده.

پر همدې مهال د اوکراين لومړي وزير ټينګار وکړ، چې لا هم د دغه کړکېچ د حل لپاره دپلوماتيکې لارې چارې پاتې دي.

د دواړو لوريو ترمنځ دغه خبرې داسې مهال لاندې باندې کېږې، چې لويديځ او اورپايي ټولنه پر روسيې خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.

په دې لړ کې د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل خبرداری ورکړی، که مسکو په اوکراين کې حالات همداسې بې ثباته وساتي دا به نه يوازې د اوکراين او اروپايي ټولنې لپاره، بلکې د روسيې لپاره هم لویه بدبختي وي.

اغلې مېرکل وويل که روسيه په روان حالت کې بدلون رد کړي ، نو په خبره يې اروپايي مشران به ګام پورته کولو ته چمتو شي چې دا به جدي اقتصادي اغيز ولري.

د جرمني چانسلرې په برلين کې پارلمان ته د خبرو پر مهال، روسيه د خپلو ګاونډيانو په کمزوري کولو تورونه کړه.

بل خوا د اوکراين پارلمان د ۶۰زرو داوطلبانو نه د يوه نوي ملي ګارد جوړېدو پلان تصويب کړ.

په پلازمېنه کيف کې د موقت حکومت وزيران وايي دوی غواړي خپله دفاع پياوړې کړي، ځکه دوی د روسيې له لوري د تېري خطر ويني.

اوکرايني رسنيو د هېواد په شمال ختيځو پولو کې د روسيې د پوځي وسایلو د چمتو کېدو راپورونه ورکړي دي.

د روسيې د دفاع وزارت ويلي، شاوخوا ۸۰۰۰ ځواکونو يې په سيمه کې پوځي تمرينونه پيل کړي دي.

د اوکراین په کریمیا کې ډیری روسي توکمه وګړي ژوند کوي او دوی به پرېکړه کوي چې له روسیې سره یو ځای کېږي او کنه؟

ورته مطالب