ماليزيايي الوتکې تر ورکېدا وروسته ١٦٠٠ کيلومتره مزل وهلى

بي بي سي موندلې چې د ماليزيا د هوايي کرښې ٣٧٠ بوينگ الوتکې د رادار له پردې ترورکېدو وروسته ښايي ترنورو پنځو ساعتونو پورې مزل وهلى وي.

د انځور حقوق Reuters

داسې باورکېږي چې له رادار سره د الوتکې د اړيکو تر پرې کېدو وروسته له هغې څخه په اتومات ډول د سټلايټ سيستم ته اشارې يا سيگنالونه استول شوي دي.

ددې مانا کېدى شي دا وي چې الوتکې له هغه ځاى څخه چې د وروستي ځل لپاره يې د شتون پخلى شوى و ١٦٠٠ کيلومتره نوره الوتنه هم کړې ده.

خو تر اوسه پورې داسې څه لاس ته نه دي راغلي چې وښيي پرالوتکې څه شوي دي او ولي د الوتنې خپل اصلي تگ لوري نه دومره لرې تللې ده.

ماليزيايي چارواکو ويلي د هند له سمندري ځواکونو يې هم غوښتي دي چې د هند د بنگال ټاپو شاوخوا سيمې وپلټي.

د ماليزيا د هوايي کرښې دغه الوتکه چې د عملې په گډون ٢٣٩ کسان په کې سپاره و له کوالالمپور بيجنگ ته الوتنه کوله چې دتېرې شنبې په ورځ بي درکه شوه.

الوتکې د وروستي ځل لپاره د ماليزيا په ختيځ کې د چين سمندر په جنوبي سيمو کې له مرکز سره اړيکه نيولې وه.

تر دې وړاندې امريکايي رسنيو د ځنو چارواکو له خولې چې نومونه يې نه و په ډاگه شوي ويلي و چې گواکې د رادار له پردې ترورکېدو وروسته له الوتکې څخه سيگنالونه لېږل شو ي و.

د سپينې ماڼې وياند جي کارني وويل چې د نويو معلوماتو له مخې د امريکا د پلټنې ډلې هند سمندر لوديځو برخو کې د پلټنې خپلې چارې متمرکزې کړي دي.

خو ماليزيايي چارواکو د وروستيو ادعاو پخلى نه دى کړى.

د امريکا متحده ايالاتونه چې د الوتکې د پلټنې له چارې سره مرسته کوي يوه بيړۍ او يوه استخباراتي الوتکه يې هند سمندرگي ته استولې ده.

ورته مطالب