هند د جنسي تېري دوو تورنو اعدامول ځنډولي

د انځور حقوق Other
Image caption پر ۲۳ محصلې په جنسي تېري کې شپږ کسان تورن بلل شوي وو.

د هند سترې محکمې له هغو څلورو تورنو د دوو اعدامول ځنډولي دي، چې په ۲۰۱۲ کال پر یوې محصلې د ډله ییز جنسي تېري په پېښه کې تورن پېژندل شوي وو.

دغه کسان پر یوې محصلې د ډله ییز جنسي تېري له کبله تورن پېژندل شوي وو.

محکمې د موکیش سنا او پاون ګوپتا اعدامول، د دوی د استیناف تر محکمې پورې وځنډول.

تمه کېږي چې دوه نور تورن هم د استیناف غوښتنه وکړي.

په تېر سپتمبر میاشت کې د دوی ځنډول شوې سزا به د سترې محکمې د حکم پر تعقیب د روانې اونۍ په وروستیو کې بېرته واورل شوي.

د ۲۰۱۲ کال دسمبر میاشت کې تر دې پېښې وروسته په ټول هند کې قهرېدلي لاریونونه وشول او د جنسي تېري کوونکو لپاره د نوي قانون جوړېدو غوښتنه هم وشوه.

د نوي ډیلي د فزیوترافۍ پر یوې ۲۳ کلنې محصلې په یوه بس کې ډله ییز جنسي تېری وشو او د هغه یو ملګری هم سخت وډبول شو.

دوی د یوه فلم تر کتلو وروسته د کور پر لور روان وو چې له دې پېښې سره مخامخ شول.

د حقوقي مسائلو له کبله د قربانی شوې محصلې هویت او نوم نه دی په ډاګه شوی، خو قرباني شوې نجلۍ تر ۱۳ ورځو وروسته د ټپونو له کبله مړه شوه.

په پېښه کې شپږ تورن کسان ونیول شول، چې یو یې زلمی و، او په تېر اګست میاشت کې په درو کلونو بند محکوم شو.

د رام سنا په نامه بل تورن په تېر مارچ کې په زندان کې مړ وموندل شو.

ويل کېدل، چې ګني هغه په زندان کې ځان وژلی دی.

پاتې څلورو تورنو پرې لګول شوي تورونه رد کړل.

د اعدام د حکم پرضد د دوی غوښتنه تېره اونۍ د نوي ډیلي په ستره محکمه کې رد شوه.

ټاکل شوې ده، چې ستره محکمه به د مارچ پر ۳۱، بله پرېکړه وکړي.

د تورنو شرما او اکشي ټاکور وکیلان هم کېدای شي د دا ډول استنیاف غوښتونکي شي.

ورته مطالب