امریکا ۱۶ بانکونه د خلاف ورزیو له امله محاکمه کوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا له خوا په محاکمه کېدونکو بانکونو کې د برتانیې د بارکلیز او اېچ.اس.بي.سي بانکونه هم دي

امریکا ۱۶ هغه بانکونه محکمې ته بیایي چې د ادعاوو له مخې یې د لندن د انتربانک د سود وړاندیز شوې(لیبور) کچه کې درغلي کړې ده.

د سود دا کچه د تریلیونونو ډالرو په بیه د مالي تړونونو لپاره په پام کې نیول شوې ده.

په دوی کې د نړۍ په لرو بر کې د کورونو لپاره د بانک پورونه او مالي راکړې ورکړې راځي.

د امریکا د نرخونو د عیارونې اداره وایي د سود په کچه کې درغلیو د امریکا ۳۸ بانکونه او نړیوالې مالي ادارې په ۲۰۰۸م کال کې زیانمې کړې دي.

تر دعوا لاندې بانکونو کې د برتانیې د بارکلیز، (اچ.اس.بي .سي)،سیټي بانک او د سکاټلند شاهي بانک راځي.

امریکایانو د برتانیې د بانکوالو پر اتحادیې هم دعوا کړې ده.

دغه د عواوې د امریکا د بیمې فدرالي ادارې کړې دي.

دغه مالي اداره وایي د برتانیې بانکونو له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۱م کال پورې ناقانونه کچې ټاکلې دي او خلاف ورزي یې کړې ده.

د امریکا بانک،لویدز بانک، دوچیس بانک، کریدییس سویس، یو.بي اېس، رابو بانک او جي پي مورګان هم په دغو بانکونو کې راځي چې له قانونه یې سرغړونه کړې ده.

زیاتېدونکی فشار

لندن د انتربانک د سود وړاندیز شوې کچه(لیبور)، هغه منځنۍ کچه ده چې بانکونه هره ورځ د هغې له مخې یو بل ته پیسې په پور ورکوي.

د نړۍ ډېر پرمختللي بانکونه خپل تقریبي نرخونه له همدې ځایه تر لاسه کوي.

خو داسې ادعاوې شته چې ځینو بانکونو د سود کچې په ټيټه یا لوړه کچه ښوولو سره ځانته ګټه کړې ده.

په تېرو دوو کلونو کې د نړۍ په لرو بر کې مالي ادارې د نرخ د ناسمې ښوونې له امله پلټلې کېږي.

په دې توګه دا ادارې تر نن پورې شاوخوا ۳،۷ میلیارده ډالره ناغه شوې دي.

د دې لانجې په پای کې، د بارکلیز او سکاتلند شاهي بانک په ګډون ځينې نړیوال بانکونه تر مالي او جنایي قوانینو لاندې پلټل کېږي.

دغو بانکونو ځکه دا کار کړی چې دا نظریه پټه کړي چې ګواکې دوی د خپلو ملګرو په پرتله د سود په لوړه کچه پیسې پورولې چې په دې توګه په مالي ستونزو کې ښکېل نه شي.

ورته مطالب