ووډافون د اسپانیا مخابراتي شرکت پېري

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ووډافون څه موده وړاندې د جرمني يوه شرکت ونډې هم پېرلې وې

د مخابراتو او ټکنالوژۍ ستر نړیوال شرکت ووډافون د اسپانیا اونو مخابراتي شرکت د ۱۰ ميليارډ امریکایې ډالرو په بدل کې پېرلی دی.

اونو د اسپانیا د ټکنالوژۍ له سترو شرکتونو دی، چې د انټرنېټ او ټلویزیوني کېیل په برخه کې خد متونه وړاندې کوي.

دغه شرکت په اسپانیا کې څه کم ۲ میلیونه پېرودونکي (مشتریان) لري.

د ووډافون مشر ویټوریو کولاوو دغه تړون په اروپا کې د خپل شرکت خدمتونو پراختیا لپاره یو ښه فرصت بللی دی.

نوموړي وویل "په پام کې ده چې ووډافون په اروپایې مارکېټ کې څه باندې ۴۰ ميليارډ امریکایي ډالر پانګونه وکړي. دغه تړون هم د همدغه پلان یوه برخه ده."

له ووډافون سره له تړون دمخه د اونو شرکت پلان درلود چې د کمپنۍ ونډې د مډريډ سوداګريز بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي.

د اونو شرکت اجرایوي مشر خوزې ماریا کسېلانو رایوس هم ووډافون سره پر تړون خوښي ښکاره کړې او ویلي یې دي چې دغه تړون به په اروپا کې د ووډافون شرکت خدمتونه ګړندي کړي.

ووډافون له دې ۶ میاشتې وړاندې د یوه بل تړون په ترڅ کې د جرمني د یوه شرکت کابېل ځینې ونډې هم ترلاسه کړې وې.

ورته مطالب