پوتین: د کریمیا ازادي په رسمیت پېژنو

د انځور حقوق Reuters
Image caption امریکا، اروپایي ټولنې او کییف دغه ټولپوښتنه ناقانونه بللې او پایلې یې نه دي منلي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه ازاد او خپلواک دولت په توګه د کریمیا د منلو فرمان لاسلیک کړی.

دا به دې ته لاره هواره کړي چې کریمیا سملاسي له روسیې سره یو ځای کېدلی شي. دا ګام تر هغه لږ وروسته اخیستل کېږي چې اروپایي ټولنې او د امریکا متحدو ایالتونو پر هغو اصلي روسي او اوکرایني څېرو د بندیزونو لګولو اعلان کړی چې پر کریمیا د روسیې له یرغل سره تړاو لري. ولسمشر اوباما وویل، غواړي دا جوته کړي چې د بېلتون د لمسون په برخه کې به پایلې وي او امریکا به نور بندیزونه هم اعلان کړي. خو نوموړي زیاته کړه لا هم د کړکېچ حل ته دیپلوماتیکې لارې شته.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګې ریابکوف وویل، د امریکا ګامونه د دغه هېواد د یو اړخیز او نا انډول چلند څرګندویي کوي.

بل لور ته د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل غونډه کې پر دې سلا شوي، چې د کریمیا او روسیې پر ۲۱ لوړ پوړو چارواکو دې سفري بندیزونه ولګول شي او شتمنۍ دې یې هم کنګل کړای شي.

دا پرېکړه وروسته تر هغې شوې، چې کریمیا کې د بېلتون او یا پاتې کېدو په تړاو ټولپوښتنه کې ۹۷٪ ګډون کوونکو له اوکراین د جلا کېدو پر پلوۍ رایې ورکړې.

دغه ۲۱ تنه روسي او کریمي چارواکو چې بندیزونه پرې لګېدلي، د اروپایي ټولنې په باور د ټولپوښتنې په ترسره کولو کې لوی لاس درلود.

امریکا، اروپایي ټولنې او کییف دغه ټولپوښتنه ناقانونه بللې او پایلې یې نه دي منلي.

د تېرې فبرورۍ له وروستیو راهیسې د کریمیا پر ټاپووزمې د روسیې مخکني ځواکونه واکمن دي

د انځور حقوق AFP
Image caption مسکو وايي، ګني مخکني روسي پلوي ځواکونه د روسانو د دفاع لپاره استول شوي.

مسکو وايي، ګني مخکني روسي پلوي ځواکونه د روسانو د دفاع لپاره استول شوي.

له دې وړاندې د بريتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ ویلي وو، دی پر دې باوري دی چې د روسیې او کریمیا پر ځینې کسانو به د سفرونو د بندولو او د شتمنیو د کنګل کولو پر بندیزونو سره هوکړې ته ورسي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لاورېنت فابیوس د غونډې ځای ته په رسېدو وویل، چې اروپايي ټولنه باید سره یو موټی شي او روسیې ته سخت غبرګون وښيي.

''موږ باید یو سخت دریځ غوره کړو، ځکه په کریمیا کې د یکشنبې په ورځ تر سره شوې ټولپوښتنه په بشپړه توګه ناقانونه وه. همداراز موږ باید له دې لارې د شخړې د سختېدو مخه ونیسو او خبرو اترو ته لاره اواره کړو. نو د کلک دریځ اختیارول او د سولې خبرو اترو ته د لارې اوارولو هڅه د دې غونډې موخه ده''.

د کریمیا پارلمان

کریمیا پارلمان په رسمي توګه له اوکریان د جلا کېدو او له روسیې سره د کریمیا د یوځای کېدو غوښتنه کړې ده.

دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې کریمیا کې د بېلتون او یا پاتې کېدو په تړاو ټولپوښتنه کې ۹۷٪ ګډون کوونکو له اوکراین د جلا کېدو پر پلوۍ رایې ورکړې.

په کییف کې حکومت ویلي، چې د ټولپوښتنې پایلې به ونه مني.

امریکا او اروپايي اتحادیې هم دغه ټولپوښتنه ناقانونه کړنه بللې ده، او ژمنه یې کړې، چې پر مسکو به د بندیزونو پر لګولو غور وکړي.

د تېرې فبرورۍ له وروستیو راهیسې د کریمیا پر ټاپووزمې د روسیې مخکني ځواکونه واکمن دي.

مسکو وايي، ګني مخکني روسي پلوي ځواکونه د روسانو د دفاع لپاره استول شوي.

د کریمیا ۵۸.۵ سلنه وګړي روسي الاصله دي.

په کریمیا کې د ټولپوښتنې په تړاو لومړنیو پایلو ښودلې، چې ۹۵،۵ سلنې رای اچوونکو له روسیې سره د کریمیا د ټاپووزمې د یوځای کېدو پر پلوۍ خپلې رایې ورکړې دي.

میخایل مالیچیف ویلي، ۳،۵ سلنه رایې پر دې وې، چې کریمیا دې له اوکراین نه جلا کېږي.

په دې ټولپوښتنه کې د خلکو د ګډون کچه ۸۲،۷۱ سلنه وه.

په ملگرو ملتونو کې د امريکا د متحده ايالاتونو سفيرې سامنتا پاور وويل رايو د روسيې چې ناسوله ييزه لار تعقيبوي د منزوي توب پراخوالى وښوده او زياته ېې کړه چې دغه ټولپوښتنه د کريميا حالت نه شي بدلولى:

"روسيې د ويتو خپل حق نه د ناقانونه پوځي گام د ملاتړې په توگه کار واخيسته ، خو په دې کار سره روسيه نشي کولاى هغه واقعيت بدل کړي چې له نړيوال قانون سره په مخالفت وړاندې تگ به پايلې ولري.

په دې کارسره روسيه نشي کولاى چې د کرېميا حالت بدل کړي . کرېميا نن د اوکرايين يوه برخه ده ، سبا به يې برخه وي او راتلونکې اونۍ به د اوکرايين يوه برخه وي. کرېميا به ترهغې پورې د اوکرايين يوه برخه وي وي چې حالت يې د اوکرايين او نړيوال قانون له مخې نه وي بدل شوى".

په ملگروملتونو کې تر رايه اچونو د مخه په دې سازمان کې د ماسکو سفير ويتالي چورکين وويل د ملگرو ملتونو د امنيت شورا دغه پريکړه ليک د خپل برخليک د ټاکلو په برخه کې د کرېميايي ولس د ارادې څرگندولو مخه نيسي:

ورته مطالب