فيلان د نارينه و او ښځو غږ تشخيصولای شي

د انځور حقوق Getty
Image caption په کېنيا کې فيلان د ماسايي قبيلې له خلکو ډېر وېږېږي

فیلان دا وړتیا لري چې د انسان غږ وپيژني، د جنسیت، عمر او آن داچې پوهېږي غږ لرونکی په کوم قوم پورې تړاو لري.

دغه ټکي په نويو پلټنو کې موندل شوي، چې په دې ترڅ کې يې وحشي فیلانو ته بېلابېل غږونه واورول شول او د هغوی غبرګونونه یې د څیړنې لاندې ونیول.

د بېلګې په ډول کله چې فیلانو د ماسایي قبيلې د يوه سړي غږ چې د شرقي کينیا د بومي قومونو څخه دی واورید، نو د لا زیاتې ترهې احساس یې وښود.

په هغه چاپيريال کې چې دغه فيلان ژوند کوي، تل د دغه قوم د دام ایښودونکو نارینه و سره مخامخ وي.

د فیلانو غبرګون د دغو نارینه و د غږ پر وړاندې دا ښيي چې فیلانو د جنس له مخې غږونه ذهن ته سپارلي، تر څو دوی سره له مخامخ کیدونه ځان وژغوري.

د دې تحقیقاتو پایلې د علومو ملي اکاډمي په مجله او وېبپاڼه کې خپاره شوي دي.

د انګلستان د ساسکس پوهنتون پروفیسور کارن مک کومب او ډاکټر ګرئیم شانون چې دا څیړنې يې رهبري کولې وایي: ''په تیرو تحقیقاتو کې چې په دې اړه تر سره شوي وو د وحشي زمریانو د غږونو د خپرولو په وخت کې دغو فیلانو به دا تشخیص کوله چې دا غږ د یوه زمري دی که د یوې زمرۍ ده''.

د افریقا د وحشي فیلانو په اړه یوې بلې څیړنې ښودلې، دغه ژوي د بوی او سور رنګ پر وړاندې چې د ماسائي د قبیلې د نارینه و د جامو یو معمول رنک دی دوی له وېرې سره مخامخ کوي.

پروفیسور مک کومب وايي، ما خپله دا غبرګون لیدلی دی، د بیلګې په ډول که چیرې د دې فیلانو د ژوندانه په چاپيریال کې له تاسو سره د ماسائي قبیلې یو تن په موټر کې وي نو تاسی به ووینۍ چې د فیلانو غبرګون ستاسو په شاوخوا کې په بشپړ ډول بدلیږي.

هغوی به د موټر پر وړاندې زیات حساسیت وښيي، او د بوی په حس کولو او غږ ته په پام سره به هڅه وکړي له ځان نه ساتنه وکړي.

ښاغلی مک کومب په خپلو نويو څیړنو کې هوډ درلود، دا وښيي چې فیلان د خپل ځانګړي توان پر مټ د خپلو ځانګړو وړتياوو په کارولو د غږ په تشخیص سره او له دې چې په څه ډول د انسان په نژدې کیدو د دوی سیمې ته کوم ډول کواښ پېښ کېدای شي، تشخيص وکړي.

څیړونکو د ماسایي قبیلې د نارینه و، ښځو او ماشومانو داسې غږونه ثبت کړي و، چې بيا بيا به يې ویل: ''وګورئ. هلته وګورئ. يوه ګله فيلان دي''.

هغوی دا غږونه د کامبا د قبيلې د بالغو نارینه و په غږ سره هم ثبت کړي وو، چې دا قبیله د ماسائي د قبیلې نه لږ لرې د کينیا په ختیځه برخه کې ژوند کوي او تر ډېره بزګران دي.

د دې لپاره چې د کامبا د قبیلې نارینه و د ماسائی د قبیلې په څېر هېڅ وخت د کينیا د ځنګله فیلانو سره بد چلند نه دی کړی، نو د ماسايي قبيلې په توپير يې د دوی له غږ سره رويه بدله وه.

د ماسائي د نارینه و د غږونو پر وړاندې دوی یو دفاعي حالت ځان ته غوره کاوه، همدارنګه د فیلانو غبرګون د کامبا قبيلې د نرانو او ماشومانو پر وړاندې د ماسائی د قبیلې د بالغو نارینه و په توپير سخت نه وو.

د دغې څېړنې یوه ډېره جالبه خبره دا وه، کله چې څیړونکو هڅه وکړه د نارینه و د غږ تون او د ماسائی قبیلې د نارینه و د ګامو غږ یې بدل کړ او دغه غږونه يې د يوې ښځې د غږ په څېر جوړ کړل بیا هم د فیلانو غبرګون هماغسې سخت او دفاعي وو.

د انځور حقوق Getty
Image caption فيلان هڅه کوي له خطرونو سره خپل ژوند برابر کړي

پروفیسور مک کومب وايي: ''دا ښيي چې فیلان د مشخصاتو د پيژندلو لپاره او د جنسیت د معلومولو لپاره د نورو حسي لارښوونو نه ګټه اخلي چې دا د انسانانو د اوریدو له سیستم سره توپير لري''.

پياوړی څیړونکی او د حیواناتو په اړه د بیلابیلو کتابونو لیکونکی فرانس ون وايي د نويو څیړنو له نتیجو سره چې د علومو ملی اکاډمي په مجله کې چاپ شوي لیکلي دي، دا معلومات ښيي چې لا تر اوسه هم د فیلانو په اړه زیات څه شته چې موږ پرې نه پوهیږو.

هغه له بی بی سی سره په یوه مصاحبه کې وویل: ''د وحشي فيلانو له لوري د انسانانو په غږ کې په دا ډول جزيیاتو پوهیدل د پاملرنې وړ دي''.

فرانس ون هم وايي: ''د فیلانو لا زیات پيژندل د هغوی د حرکتونو ډول، مهاجرتونو، د ټولنیز او فزیکي ژوند د مدیریت په اړه پوهیدل د دې لامل کیږي چې موږ وکولای شو د دوی ژوند په ښه توګه وژغورلی شو''.

مک کومب هم په دې باور دی دا ښيي چې فیلان کوښښ کوي د خطرونو سره سره خپل ژوند د انسانانو له ژوند سره برابر کړي او زیاتوي له شک پرته په نن زمانه کې انسان پیاوړی ښکارکوونکی دی چې وحشی فیلان ورسره مخامخ دي.

ورته مطالب