د ايران د اتومي پروګرام پر سر خبرې پيل شوې

د انځور حقوق AFP Getty
Image caption تر دې وړاندې جنيوا کې د ايران د اتومي پروګرام په اړه ابتدايي موافقه شوې وه.

د ايران د اتومي پروګرام پر سر د ایران او پنځه جمع يو هېوادونو ترمنځ د خبرو نوی پړاو د اتريش په پلازمېنه وينا کې پيل شوی دی.

د خبرو دا پړاو د ایران د بهرنيو چارو د وزير محمد جواد ظريف او د اروپا د بهرنۍ تګلارې د مشرې کاترين اشټون په خبرو پيل شو.

د امريکا، برتانيا، چين، روسيې، فرانسې او جرمني استازي له ايراني مرکچيانو سره د تهران د اتومي پروګرام پر سر خبرې کوي.

تر دې وړاندې په جنيوا کې په دې موافقه شوې وه چې ايران به د خپل اتومي پروګرام د بندولو او يا هم محدودولو په بدل کې ځينې کنګل شوې شتمني بېرته ترلاسه کوي.

د جنيوا د موافقې عملي کولو ته شپږ مياشتې ضرب الاجل ټاکل شوی و، او ټاکل شوې ده چې دا ځل ۵+۱ هېوادونه په بشپړه توګه د ايران د اتومي پروګرام د دوسيې تړلو لپاره خبرې وکړي.

تمه ده که ايران او لويديځ قدرتونه د اتومي پروګرام پر سر وروستۍ موافقې ته ورسېږي، نو له ایران نه به نړیوال بنديزونه لرې شي.

د ويانا ناسته د دوو ورځو لپاره ده، خو ظاهرآ په ایران کې د نوي کال له امله ښايي دوام يې د کال له نوې ورځې وروسته وځڼدول شي.

د ایران ځينې خبري رسنيو د د دغه هېواد د بهرنيو چارو د مرستيال وزير عباس عراقچي له قوله ويلي، په دغو خبرو کې به د يورانيمو د بډاينې او د اراک د ريکتورونو په اړه بحث وشي.

ورته مطالب